1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

"کرزي د ټاکنو کمېسيون د پريکړي ملاتړ وکړی"

ولسمشر کرزي د پنج شنبې په ورځ د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له پريکړي څخه ملاتړوکړ. د دغه پريکړي په اساس به د افغانستان پارلمان نهه اوسني غړي د درغليو په تور ليري او ځای به يي نوي وکيلان ډک کړي.

ولسمشر کرزی او د هغه مرستيالان

ولسمشر کرزی او د هغه مرستيالان

د دغه کار په تر سره کيدو سره به په هيواد کي روان يو کلن سياسي کړکيچ هم پای ته ورسيږي.

 

که څه هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون په رواني اونۍ کي د تير کال پارلماني ټاکنو په اړه خپله پريکړه اعلان کړه، خو دغه سازمان له تر اوسه هم نه دی توانيدلی چي په افغانستان کي روان پارلماني کړکيچ ته د پای ټکی کښېږدي.

 

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پريکړه، د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې لخوا رد سوه. د ټاکنو د کمېسيون د دغي پريکړي په وړاندي نن بيا په سلهاوو کسان په کابل کي سوله ييز لاريون وکړی او خپل اعتراضونه يي څرګند کړل.

 

د ولسمشرکرزي وياند، سيامک هروي، ويلي چي د ټاکنو د کمېسيون لخوا د دغي پريکړي له اعلان سره د ټاکنو سره تړلي ټول جنجالونه پای ته رسيدلي دي:

 

« د پارلماني ټاکنو سره ټړلي ټول جنجالونه د دغي پريکړي له اعلان سره پاي ته رسيدلي. د افغانستان د ټاکنو د کمېسيون ورستۍ پريکړه قانوني او د تطبيق وړ ده.»

 

ولسمشر کرزي د افغانستان د ټاکنو کمېسيون ته دنده ورکړې ول، چي د پارلماني ټاکنو په اړه په هيواد کي روان يو کلن جنجال ته د پای ټکی کښېږدي.

دا په داسي حال کي ده چي د روان کال په جون مياشتي کي د ولسمشر کرزي لخوا جوړي سوي ځانګړي محکمې پريکړه وکړه، چي د افغانستان د پارلمان د اوسنيو وکيلانو له ډلي څخه بايد 62 کسان له پارلمان څخه و ايستل سي او پر ځای يې نوي وکيلان په دنده پيل وکړي.

 

وروسته له هغي چي ولسمشر کرزي او يوناما د ټاکنو د کمېسيون له پريکړي څخه ملاتړ وکړ، د پنجشنبې په ورځ څه نا څه 700 افغانان د کابل سړکونو ته را وتلي ول، ترڅو د ټاکنو د کمېسيون د پريکړي او د يوناما د دفتر په وړاندي خپل اعتراضونه وښيي.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM