کراچۍ کي لا تر اوسه هم وژني رواني دي | آلمان او نړۍ | DW | 05.08.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

کراچۍ کي لا تر اوسه هم وژني رواني دي

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیسون نن «جمعه» ویلي چي په روان کال د کراچي په ښار کي ۸۰۰ تنه وژل شوي. د کمیسون په حواله د دغه شمیر خلکو د وژني لاملونه په ژبني، مذهبي او سیاسي شخړو کي نغښتي دي

آرشیف انځور

آرشیف انځور

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسون مشري، زوهره یوسف، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چي په تیرو اوو میاشتو کي ۸۰۰ تنه د تاو تریخوالي قرباني شوي دي.

د پاکستان تر ټولو لویي تجارتي ښار کراچۍ په تیرو څو اونیو کي د جګړي په ډګر بدل شوی دی. دولت هم د تاو تریخوالي د پیښو په مخ نیوي کي پاتي راغلي او د سیاسي ګوندونو ملاتړي د دغو وژنو پړه پر يو بل وراچوي.

تر دي وړاندي د پاکستان د بشري حقونو ټولني په خپل یو راپور کي ویلي وو چي د روان کال په نیمایي کي ۴۹۰ تنه وژل شوي. دا ‎په داسي حال کي ده چي د جمعي په ورځ په نوي راپور کي راغلي چي یواځي د جولایی په میاشت کي ۳۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسون مشري، زهره یوسف، ویلي چي د هغي د سازمان او د پولیسو لخوا د تصدیق شویو ارقامو پر اساس یوازي په جولاي میاشتي کي 300 تنه د تاوتریخوالي په پایلي کي وژل شوي دي.

دولت کوښښ کړی وو چي دغه اخ و ډب ته د پایی ټکي کیږدي او په ښار کي يي د امنیت د ټیګښت لپاره په سلونو اضافه نیمه پوځي ملیشي او پولیس په دندو ګمارلي ول خو د وژنو دغه لړي روانه وه او یواځي په روانه اوني کي ۵۸ تنه نور کسان ووژل شول.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمسیون ویلي چي د ۱۹۹۵ کال را پدیخوا سږ کال تر ټولو خونړی کال وو. په ۱۹۹۵ کال کي په لمړیو شپږو میاشتو کي ۹۰۰ تنه وژل شوي ول.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: مسعود جهش

DW.COM