1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کتاب پلورونکې مور

کتابونه درانه دي خو ګلجان ډاډمن ګامونه پورته کوي.هوا ډیره خرابه ده خو هغه بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

کتابونه درانه دي؛ خو ګلجان ډاډمن ګامونه اخلي. آسمان پوښلو ورېځو، له خاورو خځلو سره لاس یو کړی، او وګړي اړباسي، چې په بېړه د هغې له څنګه تېر شي؛ خو هغه بخپلو لاسونو کې د ډېرو کتابونو بار په سختۍ سره وړي.

باد په توندۍ او غوسې سره خاورې دوړې د لارویو مخونو او سرونو ته ورشيندي، او ګلجان هڅه کوي، چې د خپل تور رنګي ټیکري په مرسته د خاورو دوړو له غوسناک یرغل څخه ځان خوندي کړي. د هغې وېښتان سپین شوي، کټ مټ د هغو ورېځو په څېر، چې د آسمان ټټر یې پوښلی دئ. خو هغه کرښې، چې وخت د هغې پر څېرې را کش کړي دي؛ د سړي سترګو ته پر هغې د تېر شوي برخلیک کیسه ږدي.

د هغې په خپله وینا، هېڅ مهال یې ونه شول کولای، چې خپلو هیلو ته، چې د زده کړو بشپړول وه، ورسېږي. هغې د خپل هېواد په سختو شراېطو کې یوازې دومره وکولای شول، چې تر اتم ټولګي پورې ښوونځی ولولي؛ خو نن ورځ ګلجان هغو وګړو ته، چې کتاب پلورنځیو ته د سر ورښکاره کولو لپاره وخت نه لري؛ کتابونه رسوي
مېرمن ګلجان جهانبین، له اوس څخه لس کاله دمخه، کابل ښار کې د کتاب پلورلو کار پېل کړ؛ خو تر هغې دمخه یې د ژوند کولو او له خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه، نور ډېر زحمتونه هم کښلي دي.

موږ سره وعده ایښې وه، چې یوه ورځ ماسپښین به، د هغې په کارځي کې، چې په نوي ښار کې وو؛ سره وینو. وخت را څخه تېرشوی وو، زه په بېړه له سړک څخه تېرېدم، چې پر هغې مې سترګې ولګېدې. هغه د کتابونو له درانه بار سره ما ته انتظار ولاړه وه!!! له دې سره زه سخت شرمېږم؛ خو هغه په مینه را ته مسکېږي او وایي: «نیمه ګړۍ دې زه انتظار ودرولم؛ خو ځه مهمه نه ده!»


هغه له سړي سره پاک او نرم چلند کوي؛ خو د بیرونۍ خندا شاته یې له کړاو او درده ډکې خاطرې پټې دي. غواړم ترې وپوښتم، چې ولې داسې ده؟ خو نه کېږي! نه شي کېدلای د هغې د مهربانو سترګو مینه ناکه تودوخه له پامه وغورځول شي او په موسکا کې یې د پټ شوي غم خبره پرخوله راوړل شي.

دواړه یو ځای روانېږو او له یوې هټۍ بلې ته سر ورښکاروو. د نوي ښار په واټونو کې هېڅوک د ګلجان په لیدلو تعجب نه کوي. هغه لومړنۍ افغانه مېرمن ده، چې د خپل مېړه، محمد رسول جهانبین، چې د هېواد یو مطرح طنزلیکونکی دئ، د کتابونو په پلورلو سره یې، د کتاب پلورلو کار پېل کړی دئ: «دا کار مې د خپل خاوند د تازه چاپ شویو کتابونو په پلورلو سره پېل کړ. موخه مې دا وه، چې د ګټلو پیسو په یوې برخې سره خپل ژوند وچلوو او په پاتې ګټې سره د هغه نور کتابونه چاپ کړو، او دا د کتاب پلورنکې په توګه زما د کار پېل وه. په یاد دې اوسه، چې ما تل کار کړی، یو مهال مې پيرکي، پتیرې، او چاوه جوړوله او د زوی په مرسته به مې دا خواړه پلورل او داسې مو ژوند تېراوه. هغه مهال چې له کډوالۍ بېرته را ستانه شوو؛ نو سره له دې، چې اړتیاوې مو ډېرې وې، او ژوند مو په تنګسیا کې وو، خو موږ غوښتل داسې یو کار وکړو، چې زموږ د ټولو خلکو او هېواد په ګټه وي.»

ګلجان جهانبین، د ډېری کابلیانو په څېر، په ۱۳۷۵ کال کې اړ شوه، چې په دې ښار کې د اوږدو کړاونو له تېرولو وروسته، خپل کور داسې مهال خوشې کړي، چې خاوند یې په روان سوزه شېبو کې د سترګو دید له لاسه ورکړی وو. هغې له خپلې اووه کسیزي کورنۍ سره دمزارشریف ښار ته، چې تر کابل څه ناڅه آرام برېښېده، پناه یوړه او هلته هم په کور کې دپخو کړو خوړو په پلورلو سره، خپلې اقتصادي ستونزې را قابو کړي؛ خو لنډ مهال وروسته د جګړې سرو ږلیو مزارشریف هم وځاپه او د جهانبین کورنۍ پرته له کوم قانع کوونکي دلیل څخه، د جېل د تمبو شاته ولوېده. ژوند تر پخوا نور هم تریخ شو او ګلجان پوه شوله، چې نور نو د دې ځمکې پر سر د هغوی لپاره ځای نشته؛ ځکه نو د خاوند له راخوشې کېدلو سره، د پاکستان پېښور ښار ته ور کډه شول.

ګلجان ته کار کول؛ لکه د ژوند اوبه داسې وه. هغه کار د خپل شخصېت یوه برخه بولي؛ خو ګلجان اوس هم باید د هغو آشنایانو او نورو وګړو پوښتنې ورځواب کړي، چې په خپل ورځني کاروبار کې ورسره مخامخ کېږي. ډېری مهال وګړو له هغې پوښتلي، چې آیا بل څوک نشته، چې د هغې پرځای کار وکړي؟ هغه په خپلو لاسونو د ورځپانو کاغذونه را تاووي؛ ترڅو له ځان سره لېږدوونکو کتابونو پوښونه پاک وساتل شي، له دې کار سره هم مهاله وایي:

«سره له دې چې زه د خپل کار په ترڅ کې څه ستونزه نلرم؛ خو وګړي تل ما تر پوښتنو لاندې نیسي، وګړي تل پوښتي، چې زوی نه لرې؟ او دا پوښتنه ما سخته کړوي. د زامنو لرل د دې لامل نشي کېدلای، چې څوک دې د ژوند ټول پېټی د هغوی پر اوږو کښېږدي. زه غواړم له خپلو بچیانو سره مرسته وکړم، او زه خپل شتوالی په خپل کار سره ښېم. ځکه نو له کار سره مینه لرم او ورباندې ویاړم.»

هغه وګړي، چې له هغې څخه یې دا ډول پوښتنې کولې، اوس پر دې پوهېدلي دي، چې کار کول څه عیب نه دئ، سربېره پر دې ګلجان د خپلې کورنۍ ملاتړ له ځان سره لري. د ګلجان خاوند رسول جهانبین، باور لري، چې هغه خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت کوي او دا هغه کار هېڅ عیب نه لري. ګلجان وایي: «په پېل کې کار کول را ته ستونزمن وه، په تېره بیا په لومړیو وختونو کې، هغه وخت چې ما د ګرځنده پلورنکې په توګه د کتابونو په پلورلو لاس پورې کړ؛ هېڅ مېرمنې په بازار کې کار نه کاوه؛ خو خاوند مې زه ډېره تشویق کړم او ویې وېل، چې په بازار کې کار کول هېڅ ستونزه نه لري.»

کتاب پلورونکې مور

ټول وګړي، مېرمن جهانبین د کتاب پلورونکې مور په توګه پېژني او هغه ویاړي، چې په دې نوم یادېږي. د ګلجان لپاره د کار له مادي ګټې څخه د کار معنوي ارزښت زیات دئ. ښایي په کراتو یې دا موقع ترلاسه کړي وي، چې تر دې ګټور کار پېدا کړي؛ خو هغه آرامتیا چې په کتاب پلورلو کې مومي، په بل کار کې یې هېڅ مهال نه ده موندلې: « کله مې چې کار پېل کړ، غوښتل مې چې کتاب د خلکو لاسونو ته ورسوم، غوښتل مې، چې وګړي د کتاب پېرودلو او لوستلو ته وهڅول شي. په بازار کې کتاب پلورنځي ډېر دي؛ خو د خلکو پام نه وراوړي، یا ګواکې وخت نه لري، چې کتاب وپېري او بیا یې ولولي. دا لس کاله کېږي، چې زه دا کار کوم، په دومره وخت کې نور کارونه هم راته پیدا شول؛ خو ما و نه غوښتل؛ دا ځکه چې زه د خلکو لاسونو ته د هغې وسیلې په رسولو، چې کولای شي هغوی ته یو څه نوي ور زده کړي، ډېره ویاړم.»

د نوي ښار لوړپوړې او فېشني ودانۍ له خپلو دودوهلو رستورانتونو سره داسې فضا تداعي کوي، چې ته به وایې د خاورو دوړو جلا پیر دئ، خو اوس، چې زه له ګلجان سره ولاړه یم؛ نوی ښار له هغو وګړو تش دئ، چې هر ماښام پر دغو پلو لارو چکر وهي. هغه ماشومان، چې دلته او هلته، د همدغو ودانیو له مخې، په لارویانو پسې ځانونه کشوي، غمونو او دردونو داسې په خپلو منګولو کې زبېښلي دي، چې چا ته نیغ نشي ورکتلای. لوړې ودانۍ عجیبه له غمه ډک هیبت له ځانه خپروي، کله چې واټونه تش وي؛ دا نو بیا د ګلجان د کار لپاره غوره ورځ نه بلل کېږي. ګلجان باور لري، چې کتاب هغه خوراک یا څیز نه دئ، چې د وګړو زیاتوالی یا کموالی یې پر پېر او پلور اغېز ولري. د ګلجان، د خلکو د ګڼې ګوڼې ډېرې ورځې په یاد دي، چې حتا یو تن هم د کتابونو په لور نه دي ورکتلي: « زما په نظر هغه څه چې په کابل کې لږ پېرودل کېږي، کتاب دئ. زه د نوي ښار ټولو بيروبار لرونکو پلورنځیو ته سر ورښکاره کوم؛ خو تر کومه چې زما یاد ته راځي، یوې مېرمنې هم له ما څخه کوم کتاب نه دې پېرودلی. ځوانان کله کله کتابونه ګوري؛ خو کوم یو یې که کتاب وپېري! د کتاب زیاتره اخستونکي په عمر پاخه وګړي دي.»

هغه باور لري، چې وګړي لا تر اوسه پورې کتاب لوستلو ته، د ژوند د یوې مهمې برخې په توګه نه ګوري: «ما په ځلونو لیدلي دي، هغه مهال چې اولادونه له خپلو لوستو پلرونو او مېندو غوښتنه کوي، چې کتاب وپېري؛ نو هغوی حاضر نه یي، چې د کتاب اخستلو لپاره پیسې ورکړي؛ خو بیا ګورئ، چې د خپلو بچیانو لپاره د لوبو د څېزونو را نیولو لپاره ډېرې پیسې لګوي.»

د «نړۍ سل اغېز ایښودونکو سړيو» کتاب څخه نیولې بیا د رحمان بابا تر دیوان، د خوړو پخولو له کتاب څخه نیولې بیا د کورسنبالولو تر لارښودو کتابونو پورې، له شلو زیات عنوانه کتابونه، ګلجان له ځان سره د ښار پلورنځیو ته وړي او راوړي. هغه له دغو کتابونو څخه یوه غټه بسته له ځان سره لري او همداسې د فیصل کاشي پلورنې هټۍ ته ننوځي. المان مېشته افغان پاینده محمد معمار، په دقت سره پر هغو کتابونو نظر ځغلوي، چې ګلجان یې د هغه مخې ته ږدي. هغه سرلیکونه لولي او د کتابونو بیې پوښتي. د هغه لپاره عجیبه ده، چې یوه مېرمن دې هره ورځ دومره ډېر کتابونه له ځان سره وګرځوي. هغه په داسې حال کې چې د کتابونو په کتلو بوخت دئ، پرله پسې پوښتنې کوي: «نه ستړې کېږي؟ دومره ډېر کتابونه! ولې سیاست؟ د دې یوه بیه بیا څو ده؟» د معمار پخپله خبره، هغه د کتاب یو داسې مینه وال دئ، چې ګواکې په سختۍ سره یو کتاب خوښوي، له دې سره سره، بهرمېشتې افغان د ګلجان له کتابونو څخه شپږ عنوانه خوښوي او شپږ واړه پېري. ګلجان هم داسې ښه پېرودونکي ته د خپل خاوند یو کتاب د ډالۍ په توګه ورکوي: جام جم، د حکایتونو او پندونو ټولګه...

ګلجان جهانبین، چې د پنځو اولادونو مور ده، هیله لري ټول بچیان یې د پوهنتون له بشپړولو وروسته غوره شغلي او ټولنیز موقعیتونه ترلاسه کړي. هغه باور لري، چې هره مېرمن کولای شي، د ښې مورولۍ ترڅنګ، خپل هېواد او کورنۍ ته هم موثره واوسي. هغه هیله کوي، چې یوه ورځ خپل کاروبار پراخ کړي او په ولایتونو کې د نورو بېوزلو مېرمنو لپاره د کتاب پلورلو غرفې جوړې شي، چې دا به بیا کتابونه ور رسوي. ښایي له دې لارې د ښځو له زده کړو سره مرسته وکړي: «زما په ګومان ښځې، چې د کورنیو د غړو لویه برخه جوړوي، سره له دې چې کورنۍ یې له بېوزلۍ او لاستنګۍ سره لاس او ګریوان دي؛ خو د دوی ډېری وزګارې دي. که مېړونه هغوی ته موقع ورکړي، چې له خپلو وړتیاوو څخه د ژوند کولو لپاره ګټه واخلي؛ نو ښځې کولای شي، چې ښه ژوند ولري او د کورنۍ ژوند د سمولو لپاره اغېزناک قوت واوسي. خو شرط دا دئ چې له یوې خوا خپله ښځې هڅه وکړي او له بلې خوا د کورنیو سړي ورباندې باور ولري.»

له هغه وخت راهیسې، چې ګلجان په لومړي ځل د ښار په واټونو کې د کتابونو پلورلو ته را ودانګل، ډېرو حیرتګرو سترګو هغه څارله، دا شان وګړو ته، د هغو لسګونو سوالګرو پرځای، چې دلته او هلته، په ښاریانو پسې د سوال کچکولونه ګرځوي، د دغې کتاب پلورونکې مور لیدل ډېر عجیبه برېښي. خو اوس مهال د سوالګرو له منځ څخه ځنو یې، چې پخوا به یې له خلکو سوال کاوه، د ګلجان په تشویق سره، د کتابونو، کتابچو او قلمونو ګرځنده پلورونکي شوي دي او خلک هم ورڅخه دغه څېزونه پېري. هغه خوشاله ده، چې لږ تر لږه یوه کوچنۍ ډله وګړي یې غوره کارونو ته هڅولي.

وریځو لکه چې خپله لاره وموندله، او ورو ورو د ښار له آسمان څخه خپله لمنه را ټولوي او لېرې ګوښې ته مخه کوي. د باد غوسه هم ناسته ده او د ښار زړه، چې اوس یې د آسمان په څو څاڅکو اوښکو سره نم اخستی دئ، د ګرد او دوړو پر ځای، د تازه عکاسي ګلانو وږم خپروي. شپه د ورځې په رګونو کې لاره وهي او ګلجان اوس هم انتظار باسي، چې کور ته ستنېدونکي ښاریان او لارویان، د خپلې خوښې کتابونه خوښ او وپېري او هغه سپک لاسونه کور ته ستنه شي.

په دې اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ

لیکونکې: نجوا
ژباړونکی: سمندر وفا
کتونکی: مسعود جهش