آلمان ږغ د ketabton.com په نوم انټرنټي پروژې د ځوان مؤسس شمشاد زهير سره مرکه کړې ده. هغه وايي تر ۶۰۰ زیات پښتو کتابونه يې آنلاين کړي او په راتلونکي کي به زيات شمېر نور پښتو کتابونه هم آنلاين کړي. بشپړه مرکه دلته واورئ:
د هند يوې محکمې د دغه هيواد فلمي ستوری سلمان خان مجرم بللی دی. پر نوموړي تور ؤ چي ۱۹ کاله تر مخه يې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ غرڅنۍ په ناقانونه توګه ښکار کړي وې. هغه اوس د بند د سزا له ګواښ سره مخامخ دی.
په اروپا کې د کنسرتونو د اجرا سالونونه نه يوازې د آواز او غږ پيژندنې له اړخه فوق العاده دي، بلکه د ساختمان او ډيزاين له اړخه هم خپلې خاص ښکلا او ځانګړنې لري. دلته شخص پورې منحصر د اروپا لس تالارونه کتلای شئ.
د ملګرو ملتونو د یونسکو نړیوال عملي او کلتوري سازمان په فهرست کې هغه سیمي شاملې وي چې د کلتوري او تاریخي پلوه ډیر مهم وي. یونسکو شپږ پاکستاني لرغوني ځايونه په خپل دې لیست کې شامل کړي دي.
هغه ماشومان چې په عین وخت کې له دوو ژبو سره لویان کیږي نسبت و هغو ماشومانو ته چې په یوه ژبه خبرې کوي د ښه ذکاوت درلودونکي وي. د یوې نوې څیړنې له مخې دا ډول کسان د «شیانو د درک، کنترول او پیژندنې» ښه توانایې لري.
مصرۍ سندرغاړې شايمه احمد، داسي موزيک ويډيو جوړه کړې چي پکښي يوازي تر کاليو لاندي جامې يې اغوستي دي. دغې ويډيو په مصر کي تاوده بحثونه او غوسه راپارولې.
د ټاپ موسټ په نوم وېبپاڼي د هغو لسو هندي ستورو ليسټ خپور کړی دی چي په وينا يې په ۲۰۱۷ کال تر ټولو زيات پر انټرنټ لټول سوي دي. دلته يې وپېژنئ: