1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کای آيدی: "اوس مهمه دا ده چی د افغانستان قضا پياوړې شی او نورپوليس وروزل شي"

نارويږی کای آيدی له څه مودې راهيسې په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه د آلماني تام کونيګ ځای نيولۍ دۍ.

Kai Eide

Kai Eide

د پنجشنبې په ورځ دۍ د لومړي ځل لپاره د آلمان له مشرتابه سره د خبرو لپاره برلين ته ورسيد. نینا ورکهایزر رپوټ راکوی چی:

د ملګرو ملتو نوۍ ځانګړۍ استازۍ کای آیدی تر هر څه د مخه د افغانستان لپاره د بیا جوړونې د مرستو په برخه کی هڅې کوی ،کومې چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره په نظر کی نیولې دی.

خو تجربه لرونکې سیاستوال په افغانستان کی د ناتو او ملګرو ملتونو تر منځ د لا ښه ګډ کار هڅې هم کوی ، یعنی سرتیرو او ملکی مرستندویو تر منځ، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي برلین ته په رسیدو سره وویل چی د پوځ په وړاندې د ویرې کوم احساس نه لري.


دۍ وایی: «ما یوولس کاله له ناتو سره کار کړیدۍ او د هغه نه څلور کاله په ناتو کی د ناروې د سفیر په توګه، زه پوهیږم چی ناتو څه غواړي؟ او زه فکر کوم چی هلته خلاص غوږونه لرم.که څه هم چی زه غواړم د ملکیانو او پوځ تر منځ ګډ کار لا ښه کړم ،خو دا په ځای پاتې کیږی چی ناتو او ملګري ملنونه په افغانستان کی د بیاجوړونې جلا جلا دندې لري».
آیدې چی په بوسنییا او کوسووا کی هم د ملګرو ملتونوځانګړۍ استازۍ وو وایی:
«اوس مهمه دا ده چی د افغانستان قضا پیاوړې شی او نوربولیس وروزل شی. تر اوسه نړیوالې ټولنې په افغانستان کی پوځي ماموریت ته سخته پاملرنه کړیده».