1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کارپوهان: راتلونکی حکومت به له خپل منځنیو ستونزو سره مخامخ شي

ولسمشرۍ ته دواړو نوماندانو بالاخره د ملي یووالي حکومت تړون لاسلیک کړ. خو پوښتنه دا ده چې ایا دغه حکومت به په خپله کاري دوره کې په سمه توگه دندې پر مخ یوسي؟ کارپوهان د ملي یووالي حکومت یوه لنډ مهاله حل لاره بولي.

په افغانستان کې به د لومړي ځل له پاره په دیموکراتیکه توگه له یوه ولسمشر څخه بل ته واک ولیږدول شي. په دې ترتیب به ولسمشر کرزی ارگ، د جون میاشتې پر ۱۴مه نیټه د ترسره شویو ټاکنو گټونکي ته په واک کي ورکړي. خو د دغو ټاکنو دواړه گډونوال اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله به ارگ ته ولاړ شي ځکه هغوی د یکشنې په ورځ (د سپتمبر میاشتې ۲۱مه نیټه) د ملي یووالي حکومت د جوړولو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ولسمشریزو ټاکنو دواړه نوماندان په راتلونکې حکومت کې ونډه ولري.

کارپوهان وایي که څه هم د ملي یووالي حکومت د جوړولو تړون په لنډې موده کې د افغانستان ستونزه حل کړې ده، په اوږدې موده کې به دغه حکومت له ستونزو سره مخامخ شي. په بون کې د نړیوالو خبرو اترو د مرکز مشر او د افغانستان د چارو کارپوه کونراد شیته، په دې باور دی چې ناټو په افغانستان کې «اوس د یوه لنډ مهاله حل لارې له پاره فشارونه واردوي».

شیته باور لري چې دواړه نوماندان اشرف غنی او عبدالله عبدالله یو له بل سره ډیر متفاوت شخصیتونه لري چې له همدې کبله به په راتلونکې کې سره ستونزې ولري. هغه زیاتوي: «که تاسو یوازې اشرف غني ته ځیر شئ نو زه فکر کوم چې د ډیرو کسانو له پاره دا سخته خبره ده چې له هغه سره کار وکړي. ځکه غني تل مشخص پلانونه لري او پر هغوی باندې نیوکې نه مني.» خو شیته په عین حال کې دا خبره هم په گوته کوي چې دواړه نوماندان ځیني گډ پلانونه او مفکوري هم لري. هغه وايي: «هغوی دواړه په افغانستان کې د ناټو د حضور د دوام پلویان دي او دواړه نوماندان غواړي چې افغانستان وده وکړي.»

د کورنۍ جگره له گواښه د خبرو اترو تر میز پورې

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې له لومړي سره له جنجالونو سره مل وې چې په یوې مرحلي کې یې آن دغه هیواد د کورنۍ جگړې له گواښ سره مخامخ کړ. ‌نوماندانو آن د ټاکنو له لومړۍ مرحلې چې د نوم لیکنې وه، یو پر بل باندې د تور لگولو لړۍ پیل کړه. په لومړي پړاو کې نوماندان یو بل ته گوته نیوله او تور یې لگاوه چې فلان نوماند د دولت له ملاتړ څخه برخمن دی او ښايي چې د ټاکنو گټونکی شي.

کونراد شيته

کونراد شيته

لومړی پړاو پرته له دې چې کوم نوماند په کې له پنځوس سلنه څخه ډیرې رایې وگټي پای ته ورسید او په دې ترتیب سره ټاکنې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ دویم پړاو ته ولاړي. خو دویم پړاو تر لومړي لا جنجالي شو ځکه په هغه کې دواړو نوماندانو ځانونه بریالي اعلان کړل.

وضعیت دومره ترینگلی شو چې خبره ان د یوه متوازي حکومت تر اعلانیدو ورسیده. وضعیت افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري، تر دوو سفرونو وروسته یو څه آرامه شو. هغه دواړه نوماندانو د خبرو اترو میز ته راوستل او ټول رایو پر تفتیش او د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو وروسته د ملي یووالي حکومت پر جوړولو باندې یې موافقې رامنځ ته کړې. د دغه تړون له مخې به د ولسمشریزو ټاکنو گټونکي د افغانستان ولسمشر او بایلوونکې د افغانستان اجرائیې رئیس شي.

ننگونې په لار کې دي

د کابل له پوهنتون څخه استاد سيد مسعود وایي چې راتلونکې حکومت ښایي له سختو ننگونو سره لاس او گریوان شي. هغه ټینگار کوي چې دغه حکومت د یوې نورمالې دیموکراتیکې پروسې په پایله کې نه دی رامنځ ته شوي: «له همدې کبله د دوو یا درو کلونو په منځ کې به دغه حکومت له سختو کورنیو ستونزو سره مخامخ شي.»

مسعود زیاتوي: «پر دې سربیره د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال دواړو نوماندانو او د هغوی ملاتړو یو پر بل باندې سخت تورونه لگولي دي چې له کبله به یې د هغوی راتلونکې همکارۍ اغیزمنه شي.»

عبدالله تر دې مخکې پر اشرف غني، د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون او ولسمشر کرزي باندې تور لگولی وو چې د هغه پر ضد یې تر یو میلیون ډیرې تقلبي رایې په ټاکنو کې شاملې کړې دي. دغه شان تورونه د اشرف غني له خوا په کلکه رد شوي دي او پر خپله عبدالله باندې یې تور لگولی دی چې درغلۍ یې کړي او قانون ماتوي.

مسعود په دې باور دی چې غني او عبدالله د نړیوالې ټولنې او خپلو پلویانو د چې په ټاکنو کې یې ډیرې پیسې لگولي دي تر فشارونو لاندې د ملي حکومت دولت جوړولو ته غاړه ایښې ده. هغه وايي: «په دې حکومت کې دوه مخالف اړخونه سره یو ځای کیږي چې یو پر بل باندې یې سخت تورونه لگولي دي [...] دغه حکومت په ډیر ژر له خپل منځنیو ستونزو سره مخامخ شي چې حلول به یې ستونزمن وي.»

د افغانستان نوی حکومت باید ډیر ژر له امریکا متحده ایالاتو سره یو امنيتي تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې نړیوال ځواکونه پاتې کیږي. پر دې سربیره باید دغه حکومت د طالبانو او نورو یاغي ډلو ستونزه هم حل کړي چې له لسو کلونو راهیسې یې د افغانستان د مرکزي حکومت پر ضد جگړه روانه کړې ده. خو دا خبره لا روښانه نه ده چې د ملي یووالي حکومت به افغانستان کوم لوري ته یوسي.