1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

کاراچيچ اوس په هاګ کښي محاکمه کيږي

د 8000 مسلمانو نارينه وو او هلکانو د وژلو مسؤل، وروسته له څوارلسو کلو څخه محاکمه کيږی

کاراچيچ د هاګ په محکمه کښي

کاراچيچ د هاګ په محکمه کښي

رادوفان کاراچيچ څوک دی؟

د تيرې دوشنبې د سهار په نهو بجو د هاګ د جزا په نړيواله محکمه کې د رادوفان کاراچيچ په وړاندې محاکمه پيل شوه. له پیل کيدو نه لږ څه وروسته محاکمه وځنډول شوه.

کاراچيچ د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې زندان څخه نه راوځي څو د جزا د نړيوالې محکمې مخې ته ودريږی . د بشری حقونو ساتونکې فديلا ميميسوويچ چې په سرايوا کې د « ګواښمنو پرګنو» په ټولنه کې کار کوی، ډيره نااميدي وښوده.

دې وويل ،

« موږ د بس په وسيله 2000 کيلومتره لار ووهله څو يوازي يوه جمله واورو: يعني چه نن کومه محاکمه نه کيږی . »

کاراچيچ په بوزنيا هيرڅيګوينيا کې د سيرپسکا د صربې ايالت د دولت مشر وو. دﺉ دغه راز د صرب د ديموکراتانو د ګوند مشر هم وو. کاراچيچ د 1992 او 1995 کلونو تر منځ په بوزنيا کې د صربانو د پوځ لوی قوماندان وو.

د جزا نړيوالې محکمې، 14 کاله مخکې د کاراچيچ په وړاندې د دعوا اقامه وکړه. دﺉ په دوو برخو کې د عامه وژنو له امله تورن ګڼل کيږی. يو په بوزنيا هيرڅيګووينيا کې د جګړې په ټول بهير کې د عامې وژنې او بل په سريبرينيڅه کې د پرګنو د عامې وژنې له کبله چې د 1995 کال د جولای په مياشت کې پيښه شوه. برسيره پر دې دﺉ د نورو درنو جنګی جنايتونو په کولو هم تورن دی.

د دعوا لومړی فقره په وسله والو ځواکونو ده، هغه وخت چې کاراچيچ، د هغو قوماندانی په غاړه درلوده. دغو ځواکونو د جګړې په وخت په ډيرو ښارونو، کليو او بانډو کې د بوزنيا مسلمان خلک او د کروشيا کاتوليکان وژلی او يا له خپلو کورونو او کليو څخه شړلی دی. د دوی ډيری کسان ډله ايزو وژنځايونو ته وړل شوی چې يا بيا وژل شويدی او ياهم ربړول شوی او کړول شويدی.

د کاراچيچ په وړاندې د دعوا په دوهمه فقره کې په ده باندې دا تور دی چې ده په اصطلاح د « اتم نمبر فرمان» په اساس، چې پکې په سريبرينيڅا کې د«زغم نه وړ وضعې» رامنځته کول دی، له 12 نه تر 77 کلنو، 8000 هلکان او نارينه وژلی دی.

برسيره پر دې کاراچيچ د « سارايوا» د بمباردولو او کلابندی مسؤليت هم په غاړه لری چې سرتيرو يې غير پوځی کسان ويشتلی دی، هم تر محاکمې لاندې راځی. د « سارايوا» د کلابندی په لړ کې چې 44 مياشتې يې دوام وکړ، په زرګونو تنه له منځه لاړل، چې د هغو په منځ کې ماشومان ښځې او زاړه هم وو.

کاراچيچ له ديارلسو کلونو تيښتې وروسته د 2008 کال د جولای په مياشت کې د صربستان په پلازمينه بلګراد کې ونيول شو او ورپسې د هاګ د جزا نړيوالې محکمې ته وسپارل شو. ده د محکمې په وړاندې ادعا کړې چې له سزا څخه معافيت لری، ځکه د امريکې د متحدو ايالتونو مخکيني منځګړي ريچارد هولبروک ده ته وعده ورکړې وه، چې که دﺉ له سياسی فعاليتونو څخه لاس واخلی، ده ته به دا ډول معافيت ورکړل شی. خو محکمې دا ډول لاملونه رد کړل. سبب يې هم روښانه دی: که داسې تړون هم شوی وی، نشی کولای ده ته د عامې وژنې له تور څخه خلاصون ورکړی.

د جزا نړيواله محکمه د سلوبودان ميلوسويچ له محاکمې څخه چې د 1992 - 1996 کلونو کې روانه وه، منفی تجربه لری. محکمې دا ځل پريکړه کړې چې ګرويږنه په څلورو ټکو کې متمرکزه کړی. په هغه وخت کې سلوبودان ميلوسويچ موقع ترلاسه کړه چې د محکمې له بهير څخه چې د صربستان له ټلويزيون څخه په ژوندی بڼه خپريده، د خپلو سياسی فکرونو د تبليغ لپاره، د وينا ميز جوړ کړی. له دې امله د کاراچيچ د محاکمې بهير ډير لنډ په نظر کې نيول شويدی اويوازې په سترو جرمونو پکې خبرې کيږی.

کاراچيچ غوښتنه وکړه چې محاکمه يې وځنډول شی، خو دا غوښتنه يې رد شوه. په دغه محاکمه کې لومړی د مدعی العلوم د ادارې استازﺉ دعوا وړاندې کوی. کاراچيچ چې ويلی يې دی، خپله به د ځان دفاع وکړی، ښايی د نوامبر د مياشتې په لومړيو کې خبرې وکړی .

Karadzic vor Gericht

يوه آلمانی څارنواله د کاراچيچ په وړاندې د دعوا اقامه کوی

ميرمن هيلدېګارد ايورتس ريتزلاف، چې له 1995 کال څخه راپديخوا د جزا په نړيواله محکمه کې کار کوی، د کاراچيچ په وړاندې د دعوا اقامه کوی.

هيلديګارد ايوريتس ريتزلاف چې ووړ اندام او طلايي ويښتان لری، د محکمې په سالون کې سنګينه او په وقار سره کينی. دا چې د قضاوت توره اوږده چپنه او سپين دستمال يې اغوستی، په رڼو رڼو سترګو په ټولو شيانو نظر لری او په اصلی موضوع ټينګار کوی. دا له دې نه چې د محاکمې د کار ژبه، انګليسی ژبه ټاکل شويده، د رضايت احساس کوی. دا په ياد راوړی چې يو ځل يې د تندي انګليس لغت نه ورپه ياديده.

دا وايي :

« ما فکر نه کاوه چې دا به هماغه ساده تندی وی. زما دې حالت ته د قاضی پام شو او ده وويل چې زما په نظر په تندي فکر کوﺉ. دا هغه شی وو چې يوځل پيښ شول.»

دغې څارنوالې ميرمن چې 58 کلنه ده، مخکې يې د آلمان د بوخوم په ښار کې د هغو بنديانو په هکله قضاوت په غاړه درلود، چې اقتصادی جرمونه يې کړی وو. اوس چې په جنګی جرم يو تورن محاکمه کوی، د « قضايي دستګاه» تاج ته يې لاسررسی موندلی.

د دې د کار ځليدونکې شيبې د سلوبدان ميلوسويچ محاکمه وه چې د محاکمې له پيل نه د ټولې نړۍ سترګې دغې آلمانی څارنوالې ته وې.

خو دا خپل ډير برياليتوب په « فوکا» کې بولی، په دې محکمه کې څيړل کيدل، چې د مسلمانو بوزنيايي ميرمنو په وړاندې په قصدی ډول د ويرې اچولو په توګه له جنسی تيريو څخه کار اخيستل کيده. دې وکړای شول دری تنه صربی لوړ پوړي افسران د جنسي تيري، مريی کولو او کړولو په جرم تر 28 کاله بند محکوم کړی .

سبجاکوويچ /سهيلا حسرت نظيمی

کتونکي : محمد قاسم نوري