کابل | ځانگړي مطالب | DW | 30.06.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

کابل

د افغانستان د ځینو برخو د امنيتی چارو د سپارلو لړي به د جولای د میاشتی په لومړی نیټی پیل شي.

د افغانستان په بلازمیني کابل کی د دارالامان ماڼی

د افغانستان په بلازمیني کابل کی د دارالامان ماڼی

پلازمینه کابل یو له هغه اوو سیمو څخه دی چي د ختیځ په لور د سروبي د ولسوالی یوه برخه، د ښار مرکز او چار چاپیر کي یي د ولسوالیو د امنیت مسؤلیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.


د افغانستان د احصایی د مرکزی دفتر په حواله کابل څه کم څلور میلیو اوسیدونکي لری چی 22.8 يي د بي وزلۍ د کرښي څخه ښکته ژوند تیروي.


د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس 12 زره پولیس د دي ولایت د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري. د دغه وزارت په وینا د کابل امنیت دوه کاله وړاندي افغان ځواکونو ته سپارل شوی ؤ او په حاضر وخت کي هم د کابل امنیت د کورنیو ځواکونو په لاس کي دی.


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکي وایي چی بهرني ځواکونه دوي سره د کابل د امنیت په ټینګ ساتلو کي د ضرورت په وخت کي مرسته کوي.


په همدي وخت کي د کابل والی، عبد الله علي زی، وایي چي د انتقال د مسؤلیت بهیر به د پلازمیني په اقتصادی حالت کوم تاثیر ونه لري.


د هغه په وینا د انتقال د پروسي وروسته به هم د بیا رغونی ټولي پروژي ادامه ولري او یواځي د امنیت مسؤلیت به افغان ځواکونو ته وسپارل شی.