کابل: د پېژندپاڼو پر مرکز بريد ۵۲ تنه وژلي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲, یکشنبهافغان چارواکي وايي چي بريد د يکشنبې په ورځ د کابل په شپږمه ناحيه کي تر سره سو. په دغه بريد کي لږ تر لږه د ۴ انسانانو د وژل کېدو او د يو شمېر نورو د ژوبلېدو خبرونه ورکول سوي دي.
په کابل کي دغه بريد د څو اونيو نسبي آرامي وروسته رامنځ ته کيږي. تر اوسه پوري د دغه بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.
د کابل د پوليسو يو چارواکي عبدالرحمن رحيمي د طلوع تلويزيون ته ويلي چي داسي بريښي چي بريد به د يو ځانمرګي بريدګر له خوا تر سره سوی وي. دغه چارواکي ويلي چي بريد مرګژوبله رامنځ ته کړې خو تفصيل يې لا تر اوسه ورته نه دی څرګند.
د افغانستان د روغتيا د وزارت يو چارواکي ويلي چي امبولانسونه و روغتون ته ۴ مړي او ۱۵ زخميان رسولي دي. خو دغه وزارت ويلي چي د مرګژوبلې په تړاو دقيقې شمېرې لا دمګړی نه دي موجودي.
د يکشنبې د ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۲۲مه نېټه) دغه بريد د کابل په لوېديځه برخه په دشت برچي کي رامنځ ته سو چيري چي د شعيه مذهبو هزارګانو لږکۍ زيات کسان ژوند کوي. په تيرو وختونو کي د هزاره ګانو پر ضد د بريدونو پړه داعش په غاړه اخيستې وه.
تعقيب:
د وروستيو راپورونو له مخي په دغه پېښه کي د وژل سوو کسانو شمېر ۵۲ ته رسېدلی دی. په دغه بريد کي تر ۱۱۲ څخه د زياتو کسانو د ژوبل کېدو خبر هم ورکول سوی.
د دغه بريد پړه د داعش ډلې په غاړه اخيستې ده.