1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کابل: د ص. رباني په شمول ۳ وزيران سلب اعتماد سول

د افغانستان پارلمان د شنبې په ورځ درې افغان وزيران سلب اعتماد کړل. په دغو وزيرانو کي د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم شامل دی.

افغان پارلمان په دې دليل درې افغان وزيران سلب اعتماد کړل. ولسي جرګې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۲نېټه) د افغانستان د حکومت څو وزيران استيضاح کړي ول.

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته ۱۴۰ ولسي استازو منفي رايي ورکړې. د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل د ۱۴۳ منفي رايو په درلودلو سره سلب اعتماد سوه. د دې تر څنګ د فوايد عامې وزير محمود بليغ د ۱۶۴ منفي رايو په اخيستلو سره د افغان ولسي جرګې له اعتماد څخه بې برخي سو.

د ولسي جرګې استازو استدلال کړی چي دغه وزيران يې په دې سلب اعتماد کړي ولي چي په وينا يې په خپلو کارونو کي بريالي نه ول او د وزارت له پاره ځانګړي سوي بوديجې يې نه دي مصرف کړي.

په کابل کي د افغانستان د ولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهيمي وويل: «د بهرنيو چارو محترم وزير صلاح الدين رباني سلب اعتماد سوی او موږ له ولسمشر څخه هيله کوو چي د هغه تر څنګ د دوو نورو وزارتونو له پاره نوي وزيران راته معرفي کړي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.07.2015):

DW.COM