1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کابل بانک خرڅلاو ته وړاندي کيږي

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چي په پام کي لري د کابل بانک چي له دوو کلونو راهیسي د بې قانونه پورونو د اخيستلو له امله د خپلو پخوانيو مالکانو له لاسه ایستل شوی وو خرڅ کړي.

کابل بانک چي اوس ئې نوم « نوی کابل بانک» دئ د هیواد تر ټولو لوی خصوصې بانک دئ. دغه بانک له هغه وروسته د ولسمشر کرزي د حکومت په ضمانت تر دولتي کنترول لاندي راغلئ، چي پخوانیو مشرانو ئې ۹۰۰ میلیونه ډالره پور اخيستی وو او بيرته ئې بانک ته را نه وړ.

د افغانستان د مرکزي بانک رئيس نورالله دلاوري چي په دغه جګړه ځپلي هیواد کي مالي سیاستونه کنترولوي، فرانس پرس ته ویلي دي:«ټاکل شوې ده چي د جون په میاشت کي کابل بانک د دوهم وار له پاره پر خصوصي سکتور و پلورل شي.»

دلاوري ویلي دي، چي بله لاره دا ده چي د دغه بانک د اسهامو نمايي و پلورل شي ترڅو دغه بانک د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ په یوسهامي تشبث بدل شي. هغه ويلي دي چي دغه بانک په يوه داوطلبي کي وپلورل شي.

د کابل بانک ډیوالي کیدل د دې سبب شول، چي د پيسو نړېوال صندوق له افغانستان سره خپل د ميلیونونو امریکایي ډالرو مالي مرستي وځنډوي. د پيسو نړيوال صندوق غوښتل چي دغه بانک دي وپلورل شي او د هغه پخواني مالکان دي، د ولسمشر کرزي د ورور او د هغه د مرستيال قسيم فهيم د ورور په ګډون محاکمه شي.

د دغه بانک دوه اجرایوي مسئولان یعني شیرخان فرنود او خلیل الله فروزي د تیر کال د جولای په میاشت کي ونیول شول، او څو اونۍ وروسته دواړه په ضمانت آزاد شول.

د رواني میاشتي په پيل کي د ولسمشر کرزي حکومت د کابل بانک پوروړو ته دوې میاشتي مهلت ورکړ، چي د بانک پورونه بيرته راوړي.

دلاوري ویلي دي چي۷۰ میلیونه ډالره نقد او د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په دوبۍ کي غیر منقول ملکیتونه دغه بانک ته بیرته ورکړل شوي دي.

آژانسونه/ رسول رحیم/ ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل