1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«ښځینه پولیسې د خپلو نارینه و همکارانو له خوا زورول کیږي»

د بشري حقونو د څار سازمان د پنجشنبې په ورځ پر افغان چارواکو باندې غږ وکړ چې د پولیسو په مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو له پاره جلا تشنابونه او د جامو د بدلولو خونې جوړې کړي.

Female police officers attend a ceremony to reopen Afghanistan's refurbished National Police Academy in Kabul Thursday, Aug. 22, 2002. The new premises, reconstructed by the German government, replace the old academy which took a battering and was eventually destroyed after years of fighting in Kabul. Officers from the academy will work alongside the international peacekeeping troops in Kabul. (AP Photo/Kamran Jebreili)

Blick zurück

دې سازمان ویلي دي چې په ځینو مواردو کې پر ښځینه پولیسو باندې تیری کیږي او هغوی زورول کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د ښځینه پولیسو د ستونزو په گوته کول په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو له پاره ډیرې مهمې دي.

د دې سازمان په حواله ښځینه پولیس «مناسبو او امنو» تشنابونو ته لاسرسی نه لري. د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې ده چې د ښځو له پاره د تشنابونو د جوړولو په موخه تر دې مخکې افغان لوړ پوړو چارواکو یو شمیر احکامونه صادر کړي ول، خو لا تر اوسه هم په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

دې سازمان په یوې بیانیه کې ویلي دي: «افغان حکومت باید په دې برخه کې په عاجلو اقداماتو لاس پورې کړي. ښځینه پولیس باید په خپلو مرکزونو کې امنو، د قفلیدو وړ، او له نارینه و بیل تشنابونو ته لاسرسی ولري.»

دې سازمان ویلي دي چې د افغانستان ۱۵۰۰ ښځینه پولیس د خپل کار پر مهال زورول کیږي. په خپرې شوې بیانیه کې د یو شمیر رسنیو رپوټونه هم شامل شوي دي چې ښيي نارینه پولیسو په ځینو ځاینونو کې پر خپلو ښځینه همکارانو باندې جنسي تیري کړي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانگې مشر براد ادمې، ویلي دي: «دا یوازې د تشنابونو خبره نه ده. دا په دې معنی ده چې افغان حکومت باید دا خبره ومني چې ښځې په افغانستان کې د قانون په پلي کولو کې مهم رول لوبوي.»

اوس د افغانستان د پولیسو یوازې یو سلنه برخه ښځي دي. افغان حکومت پلان لري چې دغه سلنه پنځه وارې لوړه کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو اوس څه نا څه ۱۲ کاله تیریږي، اوس هم په افغانستان ښځي له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

په وروستیو وختونو کې افغان دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه یو قانون هم تصویب کړی دی، خو دغه قانون په سمه توگه نه پلی کيږي. د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې د دې قانون د نه پلي کیدو یو لوی لامل په افغانستان کې د ښځینه پولیسو کمښت دی.

DW.COM