1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

ښځینه نوماندانې له ستونزو سره مخامخ دي

په افغانستان کې ولسمشریزې او د ولایتي شوراگانو ټاکنې کیږي. که څه هم د ولسمشرۍ له پاره کومه ښځه نه ده کاندید شوې، خو د ولایتي شوراگانو ۲۵ سلنه څوکۍ ښځو ته ځانگړې شوې. ښځینه نوماندانې وایي چې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

په کندز کې د ولایتي شورا له پاره نومانده اصیله بارکزۍ، په وروستیو وختونو کې ډیر داسې تلیفونونه ترلاسه کوي چې په کې هغې ته گواښونه ورکول کیږي. بارکزۍ وایي: «هغه کسان چې ما ته تلیفون کوي وايي چې زه یوه ښځه یم، باید په کور کې پاتې شم او سیاست و نه کړم.» اصیله اوس هم د کندز د ولایتي شورا غړې ده. دغې ۴۰ کلنه میرمن په ۲۰۱۳ کال کې د مرگ د گواښونو له کبله تاجیکستان ته په تیښتې مجبوره شوې وه.

هغه زیاتوي: «کله چې زه د کمپاینونو له پاره بیرته کندز ته راغلم، ما فکر کاوه چې هغوی [گواښوونکو] به زه هیره کړې یم خو زه اوس هم له ناپیژندلو شمیرو څخه تلیفونونه ترلاسه کوم چې ما گواښوي.» بارکزۍ زیاتوي: «زه سل په سلو کې د امنیت په اړه اندیښمنه یم.»

په افغانستان کې د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه ولسمشریزې او د ولایتي شوراگانو ټاکنې کیږي. د بارکزۍ وضعیت هغه ستونزې په گوته کوي چې افغانې ښځینه نوماندانې ورسره لاس او گریوان دي. که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته په افغانستان کې ښځو د پام وړ پرمختگ کړی دی، خو اوس هم د دغه هیواد سیاسي ډگر د نارینه و له خوا اداره کیږي.

په افغانستان کې د ولایتي شوراگانو د څوکیو ۲۵ سلنه برخه ښځو ته ځانگړې شوې ده. د دغو شوراگانو له پاره د ۲۷۱۳ نوماندانو په ډله کې ۳۰۸ تنه ښځې هم شاملې دي. له بلې خوا بیا د ولسمشری له پاره په نوماندانو کې کومه ښځه شامله نه ده خو د نوماندانو درې مرستیالانې ښځې دي.

په افغانستان کې هغه ښځې چې غواړي له سیاست سره یوځای شي، نه یوازې د طالبانو له گواښونو سره مخامخیږي، بلکې په ځینو مواردو کې له ډیرو ټولنیزو ستونزو سره هم لاس او گریوان وي.

په وردک ولایت کې ذکیه وردک، د ولایتي شورا له پاره نومانده ده. هغه وایي: «د یوې ښځینه نوماندې په توگه دا زما له پاره ډیر ستونزمن کار دی چې کلیو ته د کمپاین له پاره ولاړه شم. خلک وایي زه باید ان خپل کلي ته هم ولاړه نه شم. یو شمیر کسانو په کمپاینونو کې زما پر انځورونو باندې هم نیوکې کړې دي.»

میرمن وردک واي چې هغه د خپل امنیت په اړه اندیښمنه ده: «افغانستان اوس هم محافظه کاره دی. ډیرې ښځې بهر نه وځي. دا یوه لویه ننگونه وي چې یوه ښځینه نومانده راوځي او له نارینه و سره خبرې کوي. دا هم یوه ستونزمنه خبره وي چې یوه ښځه د نارینه و په پرتله ښه وبریښي.،»

وردک روښانه کړه چې هغه ډیر وخت له ښځو سره هم د خبرو کولو امکان نه لري ځکه ډیر وخت ښځې په بازارونو کې لږې لیدل کیږي: «ما له ډیرو لږو ښځو سره خبرې کړې دي ځکه د هغوی د لیدو لږ چانس لرم. زه غواړم چې ښځې ما ته رایې راکړي ځکه زه د هغوی په درد پوهیږم.»

DW.COM