1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ډیری امریکایي دولتي ادارې د بودجې د نه شتون له کبله وتړل شوې

په امریکا متحده ایالاتو کې ډیری دولتي ادارې د بودجې د نه شتون له کبله تړلې شوې دي. ولسمشر اوباما ویلي دي چې دغه وضعیت به پر عامو امریکایانو باندې جدي اغیزې ولري.

دا په وروستیو ۱۷ کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د امریکا متحده ایالاتو فدرال حکومت خپلې یو شمیر ادارې مالي سرچینو یا «انتقالي بودجې» د نه تصویبیدو له کبله تړي. د سپینې ماڼۍ د ادارې او بودجې مشرې سیلویا متیوس، په دې اړه وویل: «په خواشینۍ سره موږ [د امریکا متحده ایالاتو فدرال حکومت] د دې خبرې واضح زیگنال نه لرو چې کانگرس به په وخت سره په اقدام لاس پورې کړي ترڅو ولسمشر سبا [د اکتوبر میاشتې لومړۍ نیټه] د ورځې تر پاپه پورې[د ادارو د تمویل د دوام] پریکړه لیک لاسلیک کړي. » دغې چارواکې زیاته کړې ده: «[دولتي] ادارې باید اوس د بودجې د نه شتون له کبله د پلان شوي [موقتي] تړل کیدو پلانونه عملي کړي.»

د دولتي ادارو د تړلو امر تر ورکولو لږ مخکې ولسمشر اوباما د خپل هیواد پوځیانو ته په یوه پیغام کې وویل چې هغوی به په عادي توگه خپلو دندو ته دوام ورکړي خو زیاته یې کړه چې د دفاعي ادارو ملکي کارکوونکي کیدای شي چې د یوې نامعلومې مودي له پاره په جبري ډول «بې معاشه رخصتۍ» ته واستول شي.

د سنا د اکثریت مشر هري رید، چې په خپله یو دیموکرات دی د دغه وضعیت پړه د استازو په مجلس کې پر «گډوډۍ غوښتونکو» باندې اچولې ده او ویلې یې دي: «دا زموږ د هیواد له پاره یوه ډیره خواښینوونکې ورځ ده.»

ولسمشر اوباما د دوشنبې ورځې په ماښام د یوې تلویزیوني وینا له لارې د بودجې د نه شتون له کبله د دولتي ادارو د تړل کیدو عواقب روښانه کړل. اوباما وویل چې د دولتي ادارو د تړل کیدو په صورت کې به ۸۰۰۰۰۰ دولتي کارکوونکي «بې معاشه رخصتیو» ته واستول شي او دغه وضعیت به د امریکا اقتصاد د ناورین پر لور یوسي.

د امریکا متحده ایالاتو په کانگرس کې جمهوري غوښتونکي وایي چې یوازې په هغه صورت کې به د دولت د تمویل پلان تصویب کړي چې د دیموکراتانو د «روغتیايي پلان» یا مخه ونیول شي او یا خو هم اصلاح شي.

اوباما د دوشنبې په ورځ وویل: «د [دولتي ادارو] تړل کیدل به ډیر ژر پر خلکو باندې اقتصادي اغیزې واچوي.» هغه همداراز ټینگار وکړ چې له دې سره به د امریکا اقتصادي وده هم له ستونزو سره مخامخ شي.

پر جمهوري غوښتونکو باندې نیوکه

اوباما د خپلې وینا پر مهال پر جمهوري غوښتونکو باندې نیوکه وکړه او ویې ویل: «کانگرس باید زموږ دولت فعاله وساتي، باید موږ ته په وخت مالي منابع برابرې کړي، او هیڅ کله باید د امریکا متحده ایالاتو برخلیک و نه گواښوي.»

اوس جمهوري غوښتونکي د امریکا متحده ایالاتو په کانگرس کې اکثریت لري. دغه گوند وایي چې یوازې په هغه صورت کې به د دولت د تمویلولو پلان تصویب کړي چې د اوباما په «روغتیایي پلان» کې یا اصلاحات رامنځ ته شي او یا خو یې هم په بشپړه توگه مخه ونیول شي.

DW.COM