1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

ډیجیتل کیدل به د پناه غوښتني پروسه چټکه کړي

د مهاجرو او کډوالو فدرالي اداره - BAMF غواړي د پناه غوښتني پروسه چټکه کړي، دکوم پراساس چي به د پناه غوښتونکو ټوله اسناد ډیجیتل سي.

لکه څنگه چي د جرمني د مهاجرينو او کډوالو فدرالي ادارې - BAMF د تیري چهارشنبه په ورځ خبر ورکړ، په دې خاطر به د تر اوسه پوري ډیجیتل سوی د پناه غوښتني ټولي دوسیې په کراره کراره سره سکېن سي.

نوري ټولي کاغذی دوسیې به د امنیتي مقراراتو سره سم په تدریج سره له منځه یووړل سي. خو د پیژندگلوی اسناد، لکه پاسپورټونه او تذکرې له منځه نه وړل کيږي، او بیا به هم په مرکزی اداره کي وساتل او یا به مسؤلو ادارو ته ولیږل سي.
نوموړې اداره اضافه کوي ،چي په دې کار سره به ددوسیو ساتلو، چارواکو او محکمو ته د هغو دلیږلو مصارف هم له منځه ولاړ سي او ډیره سپما به وسي. ددې تر څنگ به د ډیجیتل کیدو په واسطه د پناه غوښتني پروسه هم چټکه او مؤثره سي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.09.2015 ):

DW.COM