1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

چین: د کښتیو د ټکر په پایله کې ۱۱ تنه وژل شوي دي

په چین کې د دوو کښتیو د ټکر په پایله کې ۱۱ تنه وژل شوي دي. دغه خبر د چین دولتي رسنیو ورکړی دئ. زیاته شوې ده چې دغه پیښه د هونان په ولایت کې رامنځ ته شوې ده. د چین د دولتي تلویزون د راپور پر اساس په دغه پیښه کې یو تن لادرکه شوی او نور لس تنه ټپیان روغتون ته درملنې له پاره وړل شوي دي.