1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

چین: د ځمکې ښویدنې له امله ۱۸ تنه زده کوونکي وژل شوي دي

د چین چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد د سویل لویدیځ په غرنې سیمه کې د یوې ابتدایي ښوونځي ۱۸ تنه زده کوونکي چې د غره ښویدنې له امله تر خارو لاندې شوو وو، وژل شوي دي.

زیاته شوې ده چې د زده کوونکو پرته لا تر اوسه یو تن لادرکه هم دئ. د چین د دولتي مقاماتو نن سهار وختي د نوموړي ښوونځي د خاورې د لاندې کیدو ۱۸ ساعته وروسته د دغه زده کوونکو د مړیني اعلان وکړ.