1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

چین ته د اشرف غني احمدزي لومړی رسمي سفر

چین د ډیرې مودې له پاره د افغانستان پیښې یوازې وڅارلې خو له څو کلونو راهیسې پېکینگ د کابل پر وړاندې یو فعاله دریځ غوره کړی. چین ته د نوي افغان ولسمشرد سفر پر مهال به پر دې دریځ باندې لا ټینگار وشي.

د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، لومړنی رسمي سفر تر سعودي عربستان وروسته چین ته ترسره شو. اشرف غني احمدزی به د اکتوبر تر ۳۱ نیټې پورې په چین کې پاتې شي. پر دغه نېټه په پیکینگ کې د «استانبول د پروسې» د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه هم تر سره کیږي. په دغه غونډه کې د روسیې، چین او هند په شمول ۱۴ هیوادونه ونډه اخلي. د افغانستان باثباته پرمختیا د دغې ناستې اصلي موخه ده. د چین د دولتي خبري آژانس «شینهوا» د معلوماتو له مخې دغه غونډه له دې کبله ډیر اهمیت لري چې «دا په چین کې د افغانستان په هکله لومړنۍ نړیواله غونډه ده». پر دې سربیره دا د اشرف غني احمدزي د کار تر پیلیدو وروسته لومړۍ غونډه ده چې پکښې پر افغانستان باندې خبرې کیږي.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې او له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو د وتلو بهیر تر پیل وروسته، چین د پخوا په پرتله په افغانستان کې خپله ښکیلتیا پیاوړې کړې ده. د چین د هغه وخت د داخلي چارو امنیتي مشر ژو ینکنگ، کابل ته سفر کړی وو او پر نورو سربیره یې په چین کې د ۳۰۰ افغان پولیسو د روزولو پر سر توافق کړی وو.

چین له خوندي پولو سره لیوالتیا لري

له افغانستان څخه د نړیوال مرستندویه ځواک یا ایساف تر وتلو وروسته چین باید دا امکانات په نظر کې ونیسي چې د خپل لویدیځ گاونډي هیواد متزلزله ثبات له ستونزو سره مخامخ کیدای شي. په سینکیانگ کې د ټولنیزو علومو له اکاډمۍ څخه د مرکزي آسیا د چارو کارپوه پان ژپېینگ، وایي: «د چین له پاره جیوپولیتیکي فکتور مهم نقش لري. د افغانستان ثبات د چین د امنیت په معنی دی.» د نوموړي کارپوه په وینا تر ټولو زیات پېکینگ غواړي چې په سینکیانگ کې ایغوري افراطیانو د هغه ملاتړ مخه ونیسي چې هغوی یې له خپلو افغان ملگرو څخه په لوژیستیکي، تبلیغاتي او د پرسونل په برخه کې تر لاسه کوي.

دا پوښتنه چې آیا د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د ایغوري بیلتون غوښتونکو د مرکزونو موجودیت د سینکیانگ دچارواکو له پاره کوم خطر گرځیدلي شي، د چینایي کارپوهانو تر منځ شخړه ییزه ده. خو دا خبره روښانه ده چې چین په دې هکله انديښنه لري. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پیکینگ له هغوی سره اړیکه نیولي وه، تر څو دا ضمانت تر لاسه کړي چې له افغانستان څخه د به ایغوري بیلتون غوښتونکو له لوري کوم برید نه تر سره کیږي.

له طالبانو سره اړیکه

د آلمان د دویسبورگ – اېسن، له پوهنتونو څخه د سیاسي چارو کارپوه یوخن هېپلر، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې اوس هم پیکینگ د طالبانو پر وړاندې د عمل د ډگر د واقعیتونو بربنسټ دریځ لري: «که چیرې طالبان له ځان څخه داسې نخښې نښانې ښکاره کړي چې له چین سره په اقتصادي، د بیلگې په توگه د اومو موادو د استخراج په برخه کې همکاریو ته چمتو دي، نو ښایي د طالبانو پر وړاندې د چینایانو مخالفت معتدل شي او یا حتی بالکل له منځه ولاړ شي. خو باالمقابل، که چیرې طالبان د افغانستان د طبیعي شتمینو د استخراج پر وړاندې د یو خڼد او احتمالا هم په چین کې د مسلمانو قوتونو ملاتړ کوونکي وگڼل شي، نو ښکاره ده چې هغوی به له مخالفت سره مخامخ شي.»

خو چین نه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد له پوځي لحاظه مقابله وکړي. معنی دا چې: چین نه غواړي هغه امنیتي خلا ډکه کړي، کومه چې د ایساف د پوځي ماموریت وروسته له گواښ سره مخامخ ده. په سینکیانگ کې د ټولنیزو علومو له اکاډمۍ څخه د مرکزي آسیا د چارو کارپوه پان ژپېینگ، د چین دریځ په دې ټکو کې روښانه کوي: «یو څوک چې کوم کړکیچن هیواد ته سرتیري استوي، ژر له یوه بیړني حالت سره مخامخیږي.» د هغه په وینا پيکینگ د دې پر ځای د اقتصادي پرمختگونو او د سیمه ییزو نوښتونو له لاري د اشرف غني د حکومت باثباته کول غواړي. هغه په دې برخه کې د استانبول د پروسې بیلگه راوړي.

اقتصادي اړیکي او نوی شریک

د کابل له نظره هم له چین سره اقتصادي اړیکي او له ترهگرۍ سره مبارزه د یوې سکې دوه مخه دي. د اشرف غني احمدزي یوه ویاند فایق وحیدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «چین په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامنځ ته کولو په برخه کې ستر نقش لوبولی شي. موږ چین ته د هغه گاونډي او سیمه ییز قدرت په سترگه گورو چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې ملاتړ کولای شي. په دې کې اقتصادي همکاري، تجارت او امنیت شامل دی.» نوموړې ویاند زیاته کړې ده چې په عین وخت کې تروریزم د دواړو هیوادونو له پاره یو گواښ دی او له دې کبله دا مهمه ده چې داوړه هیوادونه په گډه د هغه پر ضد مبارزه وکړي.

د سیاسي چارو آلماني کار پوه هیپلر، په نظر له افغانستان څخه د ناټو تر وتلو وروسته له چین سره د کابل نزدیوالی منطقي او د پوهیدو وړ دی: «غني غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د یو شمیر هیوادونو د وروستیو کلونو له ډیرې سختې وابستگۍ او اړتیا څخه ځان خلاص کړي. د دې هدف له پاره، چین له یوې خوا یو نزدی گاونډي او له بلې خوا یو نړیوال اقتصادي قدرت دی. سربیره پر دې د امریکا متحده ایالاتو او د اروپا د اتحادیې په پرتله چین له سیاسي لحاظه د انعطاف وړ دی، معنی دا چې که چیرې هغه په اقتصادي برخو کې افغاناتو سره یوې هوکړې ته ورسیږي بیا نو د هغوی د ښې حکومتوالۍ په مسایلو کې مزاحمت نه ورته پیدا کوي.»

د اومو موادو په استخراج کې پانگونه

افغانستان بهرنيو پانگوالو ته اړتیا لري ترڅو له خپلو زیرمو څخه استفاده وکړای شي. له ۲۰۰۷م کال راهیسې له چین سره په لوگر ولایت کې د مس عینک، د کان د استخراج په برخه کې یو تړون لاسلیک شوی دی خو د میلیاردونو په ارزښت دغه پروژه د امنیتي دلایلو او د زیربناو د کمښت له وجې کابو پر ټپه ولاړه ده. په سپتمبر میاشت کې د چین د کانونو شرکت MCC یو پلاوی کابل ته تللی وو. دواړه اړخونه غواړي چې دغې پروژې ته ژمن پاتې شي، خو دواړو اړخونو د دوامدارو ستونزو پر موجودیت باندې اعتراف کړی.

پر دې سربیره د چین د نفتو شرکت CNPC د ترکمنستان پولې ته څیرمه د آمو دریا په څنډو کې د نفتو پر استخراج باندې بوخت دی. دا په اوسني وخت کې د اومو موادو د استخراج په برخه کې یوه بله پروژه ده چې چین په کې ونډه لري. خو د افغان چارواکو او چینیايي شرکتونو تر منځ د بیو په سر لانجه موجوده ده. په دغه ځای کې موجوده تیکنالوجي د روسانو د وخت ده خو په افغانستان کې د طبیعي منابعو د استخراج له پاره د چین د پانگونې له پاره لا هم کافي امکانات شته.

د مرکزي آسیا د چارو د کارپوه پان ژیپینگ د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي گډ کار ته د یوې اوږد مهاله پروژې په سترگه گوري. نوموړي کارپوه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د اقتصادي پرمختگ له پاره اصلي شرط ثبات دی. هغه زیاته کړې: «که چیرې چین له طبیعي زیرمو سره لیوالتیا هم ولري، ښایي تر هغه وخته انتظار وایستل شي چې وضعیت لږ آرامه شي او یا دا چې افغان حکومت پر حالت کنترول ولري.»

DW.COM