1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

چک جهوريت د عراق څخه عسکر و افغانستان ته ليږي

د چک جمهوريت غواړي چي په عراق کي د خپلو عسکرو شمېر کم کړي او په افغانستان کي د خپلو پوځي عملياتو لمن ته پراختيا ورکړي.

د چک د حکومت ددغه پلان سره ددې هيواد د پارلمان دواړو خونو موافقه کړې ده

د چک د حکومت ددغه پلان سره ددې هيواد د پارلمان دواړو خونو موافقه کړې ده

د چک د حکومت ددغه پلان سره ددې هيواد د پارلمان دواړو خونو موافقه کړې.

په دې توګه به د راتلونکي کال تر نيمايي پوري هغه سل تنه چکي عسکرچي د عراق د بصرې په ښارکي د برتانويانو په يوه هډه کي وه، ددې هيواد څخه ووزي او يوازي شل تنه چکي عسکر به په خليج کي د عراقي عسکرو د روزلو دپاره پاته سي. خو په افغانستان کي به د چکي عسکرو په شمېرکي، چي په راوان وخت کي 230 ته رسيږي په راتلونکي کي به 450 ته ورسېږي.

د چک جمهوريت عسکر د لوګر په ولايت کي د بيارغاوني په سيمه ايزو پروژو کي په کار بوخت دي، خو په راتلونکي کي به د چکي عسکرو يوه سل کسيزه ډله د افغانستان شمالي ولاياتو ته واستول سي.