1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

چين د افغانستان په راتلونکې کي مهم نقش لوبوي؟

د افغان ولسمشر حامد کرزی، د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کي د گډون پر ځای چين ته ولاړ او د اروپا-اسیا په اقتصادي غونډه کې یې گډون وکړ. کرزي د چین له مرستيال لومړي وزیر سره په غونډه کې پر اقتصادي اړیکو ټینگار وکړ.

په سویډن کې د پرمختیا او امنیت په انستیتیوت کې د اسیا د څانگې مشر بیرنگ بیرگر، په دې باور دی چې چین ته د ولسمشر کرزي سفر له دغه هیواد څخه د افغانستان ریښتیني غوښتني منعکسوي. هغه وایي چې دغه غوښتنه د افغانستان له اقتصادي پرمختگ سره د چین د مرستې غوښتنه ده.

ولسمشر کرزي د اروپا-اسيا په اقتصادي غونډه کې د وینا پر مهال وویل: «افغانستان د پانگونې او اقتصادي پرمختگ په برخه کې ډیر ښه چانسونه وړاندي کوي. پر منرال، هایدروکاربن او نورو طبعي منابعو سربیره موږ [افغانستان] ډیرې طبیعي منابع لري. زموږ گاونډي او په سیمه کې پراته هیوادونه د خپل صنعتي دوام په موخه زموږ منابعو ته اړتیا لري.»

افغانستان له چین څخه د پانگونې په برخه کې ډیر تمې لري خو په وروستیو وختونو کې داسي ښکاري چې چینايي شرکتونه په افغانستان کې له پانگونې سره ډیره لیوالتیا نه ښيي.

افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې له چینایي دولتي شرکت (ام سي سي) سره په لوگر کې د عینکو د مس کان د استخراج تړون لاسلیک کړ چې ارزښت یې درې میلیارده ډالرو ته رسیده. دا تر اوسه پورې د کانونو په برخه کې تر ټولو لوی تړون دی چې افغانستان له یوه بل هیواد سره لاسلیک کړی دی. پر دې سربیره افغانستان د «امو سیند» د نفتو د استخراج تړون هم له یوه چینایي شرکت سره کړی دی.

د دغو پروژو پر مخ تلل د افغانستان د اقتصادي پرمختگ له پاره یوه لویه پروژه وه چې بیا وروسته له ستونزو سره مخامخ شوه. ویل کیږي چې د امو سیند د نفتو د استخراج کار د ترانزیت په برخه کې د یوه تړون د نه شتون له کبله دریدلی دی او اوس چینایي انجنیرانو دغه سیمه پرې ایښې ده.

په کابل پوهنتون کې د اقتصاد استاد حمیدالله فاروقي، وايي چې امنیتي ستونزې او په تړونو کې ځینې تخنیکي ستونزې د دې لامل شوي دي چې د عینکو د مسو او آمو سیند د نفو د استخراج کارونه اوس ودرول شي. پر دې سربیره هم دغه کارپوه وايي چې د پروژو د کار د دریدو اصلي لامل امنیتي ستونزي نه دي: «د تړون په متن کې ځینې شرطي مسایل موجود ول چې د ام سي سي شرکت په یوازيتوب سره له هغه څخه دباندي شو او ادعا یې وکړه چې افغانستان باید د تړون په متن کې بدلونونه راولي.»

د فاروقي په خبره د بیلگې په توگه (ام سي سي) د تړون د هغې مادې د بدلون غوښتونکی شوی دی چې له مخې يې باید دغه شرکت په افغانستان کې د ۸۰۰ میگاواټو په ظرفیت د بریښنا د تولید یوه دستگاه جوړه کړي تر څو د تولید شوې بریښنا ۴۰۰ میگاواټه پخپله مصرف کړي او پاته۴۰۰ میگاواټه افغانستان ته ورکړي. پر دې سربیره فاروقي وايي چې (ام سي سي) د هغې مادې د بدلولو غوښتنه هم کړې ده چې له مخې یې باید دغه شرکت افغانستان ته ۸۰۰ میلیونه ډالر په نقدي توگه ورکړي.

د افغانستان په راتلونکې کې د چین موثر نقش؟

کله چې افغانستان له چینایي (ام سي سي) شرکت سره د عینکو د مس تړون لاسلیک کړ، یو شمیر کارپوهانو دغه پریکړه یوه «سیاسي هوښیاري» وبلله، ځکه چین د پاکستان پخوانی ستراتیژیک ملگری دی او دغه هیواد کولای شي چې له خپل نفوس څخه په گټه اخیستلو سره له پاکستان څخه وغواړي چې د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي.

خو چین نه یوازې دا چې تر اوسه پوري د افغانستان د سیاسي کړکیچ په حلولو کې په مستقیم ډول ښکیل شوی نه دی، بلکې د اقتصادي مرستو په برخه کې هم د کابل د مخکښو متحدینو په ډله کې نه شاملیږي. حمیدالله فاروقي په دې اړه وایي: «په خواشینۍ سره په تیرو لسو کلونو کې چینایانو د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ډیري مرستي کولای شوای، خو دغه مرستې یې و نه کړې. له افغانستان سره د چین د مرستو کچه له ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاته نه ده. دا په داسې حال کې ده چې داسې هیوادونه چې د چین په پرتله لږ اقتصادي توان لري، له افغانستان سره تر دې ډیرې مرستې کړې دي.»

بیرنت بیرگر وایي چې چین اوس ډیره لیوالتیا نه لري چې د افغانستان په سیاسي بهیر کې ځان ښکیل کړي: «په سیمه کې د چین غوښتنه د پاکستان د ثبات ټینگښت دی. له دې کبله د افغانستان په برخه کې د پاکستان د پالیسي ملاتړ کوي.» دغه کارپوه روښانوي چې په راتلونکي وخت کې هم د دې امکان چې چین دي ځان د افغانستان په چارو کې ښکیل کړي لږ دی.

له بلې خوا بیا فاروقي په دې اند دی چې چین او افغانستان کولای شي له یو بل سره ښه همکاري وکړي. هغه روښانوي چې چین کولای شي خپل ډیر محصولات افغانستان ته صادر کړي او له دې لارې د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي.