چارواکي: د یاغیانو په برید کې ۱۱ سرتیري وژل شوي
۱۳۹۷ تیر ۲۳, شنبهد فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وايي چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د یاغیانو په دې برید کې څلور نور سرتیري ټپیان شوي دي. مهري زیاته کړې چې په دې وسلواله نښته کې نهه یاغیان وژل شوي او ۱۳ تنه نور بیا ټپیان دي.
د فراه د والي و یاند مهري همدا راز ویلي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې ګڼ شمیر وسلوالو جنګیالیو د امنیتي ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته د جمعې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۳مه) په ناوخته د شپې مهال ډله ایز برید وکړ. د نوموړي په وینا دغې وسلوالې نښته د شنبې تر ورځې پورې ادامه پیدا کړې.
تر اوسه پورې وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو مهري بیا د دې برید مسوولیت طالبانو ته راجع کوي. طالبانو په دې وروستیو کې په فراه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره څو ځله خونړۍ وسلوالې نښتې کړي چې دواړو لورو ته د ګڼ شمیر تلفاتو اوښتو سبب ګرځیدلی وو.