1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

څېړنه: په کندهار کي پوهنيز سيسټم ستونزي لري

په کندهار کي يوه نوې ترسره سوې څېړنه ښيي چي په هر ښوونيز کال کي د دغه ولايت او نورو تودو سيمو د دولسم ټولګيو د فارغينو ۱۵مياشتي وخت بېځايه ضايع کيږي.

The pictures show a gathering in Kandahar Province of Afghanistan on 07. 05. 13. The participants discussed Afghanistan's educational system and published the findings of a survey on Kandahar Province students. The photos were taken by DW colleague Mohammad Ibrahim Spesalai on 07. 05. 13. All rights belong to DW. DW/Mohammad Ibrahim Spesalai

Afghanistan Bildungssystem

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو ادبياتو استاد څېړندوى انجنير شېرشاه رشاد د څېړني د پايلو په اړه جوړي سوي غونډي ته وويل، چي د پښتو څانګي د درېيم ټولګي ١٠٠ تنو محصلينو د تيرو څلور مياشتو راهيسي په لسو ډلو کي د کندهار پر پوهنيز سيسټم څېړنه کړې ده.

د هغه په خبره په دې څېړنه کي له ٦٧١ بېلا بېلو کسانو سره مرکې سوي دي، چې زياته برخه يې د پوهنيز ډګر منسوبين او عام ولس دى. دغه څېړنه په ١٦٣ ښوونځيو او ديني مدرسو کي ترسره سوې ده:

«زموږ او ستاسو د تودو سيمو د دولسم ټولګيو ځوانان په غبرګولي مياشت کي فارغيږي، د مرغومي په مياشت کي د کانکور ازموينه ور څخه اخيستل کيږي او که د تودو سيمو پوهنتونونو ته دوى بريالي سوي وي، نو د بل کال د وږي پر اوله دوى پوهنتون پيلوي، چي په دې حساب د هر پوهنتون پيلوونکي ځوان ۱۵ مياشتي وخت ضايع کيږي، چي دا خورا ډېر وخت دى.»

استاد زياتوي، د هيواد د نورو سيمو په پرتله دلته ناامني، د خلګو له پوهي سره کمه لېوالتيا او برعکس له مادياتو او تفريح ډېره مينه سره هغه څه دي، چې په دې سيمو کي يې د ښووني او روزني بهير ټکنى کړى دى.

د کندهار پوهنتون محصلين

د کندهار پوهنتون محصلين

د څېړندوى شېرشاه په قول په داسې حال کي، چي د تودو سيمو ښوونيزبهير د ټول هيواد د پوهنيز سيسټم سمه نيمايي جوړوي، خو لکه څرنګه ، چي په کار ده، مسئولين ورته متوجه نه دي.

د يادي څېړنې لار ښود استاد په دې لار کي د تعليمي نصاب ژر ژر بدلون او په نصاب کي د نيمګړتياو شتون هم پر پوهنيز ډګر يوبل لوى گوزار ګڼي:

«په هيواد کي د نوي تعليمي نصاب ژر ژر بدلون او په هغه کي د تيروتنو زياتوالى او د ځوانو ښوونکو له دې نصابونو سره نه بلدتيا هغه څه دي، چي په کتابونو کي پاته ډېري تيروتني همداسي زده کوونکو ته په ناسمه توګه ښوول کيږي او زموږ د راتلونکي نسل پر پوهنيزه کچه ناوړه اغېزه کوي.»

په کندهار کي د لومړنيو ټولګيو په زده کوونکو کي د پرديو ژبو، پرديو اصطلاحاتو، پردي کلتور او پرديو لغتونو پراختيا يوه بله ښوونيزه ستونزه ده، چې د يادي څېړني په ترڅ کي روښانه سوې ده.

استاد اندېښنه ښيي، که چيري د دې ستونزي په اړه د ښووني او روزني مسئولين او منسوبين پام ونه کړې، نو امکان لري، چي په راتلونکي وخت کي موږ د پردې کلتور، ژبي، اصطلاحاتو په يو داسې توپان او سېلاب کي راچاپير سو، چي بيا به هرڅه راڅخه پردي وي:

«په لومړنيو ښوونځيو کي کوچنيانو ته د پردي کلتور، پردۍ ژبي او پرديو اصطلاحاتو پراختيا په خپل زور سره روانه ده، موږ دې ته متوجه نه يو، خو د ډاکټر عبدالرازق پالوال په خبره دغه نه پاملرنه موږ محوه کوي.»

اورېدونکو ته دي ياده وي، چې د تېرکال راهيسي کندهار پوهنتون يوه کلنۍ څېړنه کوي، چې تيرکال يې په کندهار کي د کتاب او کتاب ساتني په اړه يوه مهمه څېړنه کړې وه او دا دويم ځل دى، چي په کندهار کي اکاډميکه څېړنه کيږي او په ښوونيز سيسټم کي د څېړني پربنسټ له يو شمير ناويلو خبرو څخه پرده پورته کوي.