1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

څېړنه: لیکلې مشاجره تر لفظي شخړي سخته وي

یوه نوي څیړنه ښيي چې که شخړه ايزي خبري د مجازي فضا په نسبت په لفظي بڼه څرګندي یا بیان شي لږ عکس العمل راپاروي. څیړونکو وړاندوینه کړې چې د دې کار علت دا دی چې د پیغام په انتقال کې د خبرو د غږ متفاوت رول ډیر ارزښت لري.

د پنجشنبې په ورځ (د نوامبر میاشتي پر ۹ نیټه) د «زود دویچه» په نامه یوې آلماني رسنۍ په خپل یوه رپوټ کې د تلفون له لاري یا دیجیتلي مکالمې او د مخامخ خبرو د توپیر په هکله یوه څیړنیزه مقاله خپره کړې. د یادې رسنۍ په مقاله کې راغلي دي چې هغه څه چې په مجازي نړۍ کې لیکل کیږي، په یوه شخړه کې د داسې کسانو ذهن چې په یاده شخړه کې ښکیل نه وي هم نا آرامه کوي.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې په مجازي نړۍ کې هره مشاجره ډیر ژر په بدو ردو ویلو او پر مخاطب باندې په تهمت لګولو بدلیږي او دغه څه د انسانانو د خباثت یا بې ادبۍ نخښه نه، بلکي تر ډیره پوري دغه څه له دې امله پیښیږي چې په ټولنیزو رسنیو کې زیاتره خبري اتري او لفظي مشاجرې په لیکلې بڼه یا د متن له لاري کیږي.

د امریکا متحدو ایالاتو په برکلي کې له کالیفرنیا پوهنتون څخه یولیانه شرودر «Juliane Schroeder» د اروا پوهنۍ په هکله په یوه مسلکي مجله کې ټینګار کوي چې که چیري شخړه ایزي خبرې مخامخ او یا د خبرو له لاري مطرح شي، د لیکنې یا متن په نسبت لږ شدید غبرګون او عکس العمل راپاروي.

هغه په دې باور ده چې د اړیکو وسیله ان که محتوا یې یو شان هم وي، د هغه کس په ارزښتونو چې نظر مطرح کوي خپل اغیز پریږدي. یو استدلال یا پارونکې څرګندونه که په لیکلې بڼه وړاندي شي، مخاطب په ډیره آسانه توګه هغه لور ته ورکش کوي چې فکر وکړي لیکونکی احمق یا ډیر ناوړه کس دی په داسې حال کې چې که همدغه مطلب یا څرګندونه د خبرو له لاري یا په شفاهي بڼه مطرح شي ډیر نرم قضاوت به رامنځته کړي.

د کلیفرنیا دغه څیړونکې همدا راز وايي چې په مخامخ خبرو کې که د مطرح کوونکي استدلال قانع کوونکی هم ښکاره شي، مخاطب په اغلب ګومان هغه ته ډیره توجه کوي. په عین وخت کې هغه اروا پوهان یا روانشناسان چې له شرودر سره په دې څیړنه کې همکاري کوي، ځینې مسئلې یې په شفاهي یا د خبرو له لاري او همدا راز په لیکنې بڼه وړاندې کوي او بیا له مخاطبینو غواړي چې د مطرح کوونکي په هکله خپل نظر څرګند کړي.

د غږ ارزښت

څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي دي چې د داسې موضوع ګانو په هکله چې پوښتل شوي کسان پکې متفاوت یا مخالف نظرونه لري، په لیکلې بڼه او یا په شفاهي توګه د یوې موضوع وړاندي کول ډیر پراخ توپیر لري.

د دې څیړنې ګډونوالو په لیکلې بڼه د یوې موضوع بیانوونکی چې دوی ورسره مخالف وو، ډیر سطحي، سوړ او غیر منطقي کس تعريف کړی او په شفاهي یا د خبرو له لارې د همدې موضوع مطرح کوونکی کس یې تر ډیره پوري یو ښه انسان تعریف کړی دی. نورو څیړنو موندلې چې پر مخاطب باندې د بدن د حرکاتو او د څیرې د حالت په پرتله غږ ډیر اغیز لري.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM