1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

څیړونکی: په افغانستان کې سیاسي ثبات ښه کیږي

د امریکایي رسنیو په حواله تر ۲۰۱۴ کال وروسته ښایي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د تعرضي عملیاتو اجازه ولري. څیړونکی عمر حمید، وایي چې ښایي دا گام د افغانستان له بې ثباتۍ سره د مخامخیدو د انديښنې له کبله اخیستل شوې وي.

د راوان میلادي کال د دسمبر میاشتې پر ۳۱مه نېټه په افغانستان کې د «د نړیوال مرستندویه ځواک» یا ایساف ماموریت پای ته رسیږي. په پام کې ده چې د دغو ځواکونو یوه برخه (شا او خوا لس زره سرتیري) په افغانستان کې پاتې شي او د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي. په اصل کې داسې په پام کې نیول شوې وه چې د دغو ځواکونو عملیات محدود شي او خپله توجه د القاعدې ترهگرې شبکې ته متمرکزه کړي.

خو امریکایي رسنیو د حکومتي چارواکو له قوله ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت تمدید شوی دی او د یوه نوي سند له مخې چې ویل کیږي د بارک اوباما له لوري لاسلیک شوی دی، دغو ځواکونو ته د طالب یاغیانو پر وړاندې د بریدونو اجازه هم ورکړل شوې ده.

د (IHS) له څیړنیز مرکز څخه کارپوه عمر حمید له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د پیاوړي پوځي حضور په هکله د واشنگټن پریکړه د دې ټکې پر اساس راڅرخي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیدونکي خلا نه یوازې دغه هیواد بې ثباته کولای شي، بلکې د عراق په څیر شرايط رامنځ ته کیدای شي چې په کې د «اسلامي دولت» تر نوم لاندې یوه ترهگره ډله راڅرگنده شوه.

دویچه ویله: کومو فکتورونو اوباما دې ته اړ ایست چې په افغانستان کې د پاتې ځواکونو ماموریت وغځوي؟

عمر حمید: د اوباما د ادارې تصمیم چې په ظاهري توگه ورته د شاتگ تگلارې په سترگه کتل کیږي، ښايي د دې انديښنو له کبله وي چې د ټولو ځواکونو راایستل به افغانستان له بې ثباتۍ سره مخامخ کړي او د عراق په شان یو وضعیت به رامنځ ته کړي، چې ځواکونو یې د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندې د مقابلې له پاره کافي چمتووالی نه لاره.

که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۲م کال کې ابتدایي امنیتي مسوولیت پر غاړه واخیست، خو په بشپړه توگه پر دې قادره نه وو چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې خپله توانایي وښيي. په ۲۰۱۴م کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته سخته مرگ ژوبله واوښته. د اکتوبر میاشتې پورې ۴۶۰۰ ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې دې کار داسې اندیښنې راپورته کړې چې د متحده ایالاتو د زخمیانو د ترانسپورت او په لاس د جوړو شویو بمونو پر ضد د خدماتو د لیرې کولو په صورت کې به د افغان امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې ارقام لا پسې لوړ شي او د ځواکونو روحیه به ضعیفه کړي.

دویچه ویله: په کابل کې د اشرف غني په مشرۍ نوي حکومت د متحد ایالاتو د نوې ماموریت په هکله کوم دریځ غوره کړی دی.

عمر حمید: اشرف غني، د اکتوبر په میاشت کې د واک د تر لاسه کولو وروسته یو شمیر داسې گامونه اخیستي دي چې د امریکایانو حضور یوازې د افغان ځواکونو د روزلو پر ځای فعاله ملاتړ وي. غني له امریکا متحده ایالاتو سره «دوه اړخیزه امنیتي» تړون لاسلیک کړ، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزي یې له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه. دغه تړون په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د حضور څرنگوالی په روښانوي.

پر دې سربیره غني په خاموشۍ سره د شپې له خوا د امریکایانو له لوري په ترسره کیدونکو عملیاتو بندیز هم لیرې کړی دی. شپني عملیات د کرزي او امریکایانو تر منځ شخړیزه موضوع پاتې شوې ده چې حامد کرزي پر دغو عملیاتو په ۲۰۱۳م کال کې بندیز ولگاوه. بله شخړه ییزه موضوع د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د یاغیانو په نخښه کول وو چې د اشرف غنې واک ته تر رسیدو وروسته د دغو دواړو اجازه ورکړل شوې ده.

که څه هم تر اوسه پورې د امریکایي ځواکونو د ښکیلتیا دقیق نقش عامه محضر ته نه دی وړاندې شوی، خو احتمالا دغه ځواکونه به پر دې قادر وي چې په مستقله توگه له یاغیانو سره مقابله وکړي او همداشان له افغان امنیتي ځواکونو سره هم په گډه عملیات وکړي. امریکایي ځواکونه به د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ کوي او د ترهگرۍ ضد عملیات به نه یوازې د القاعدې له شبکې سره تړاو درلودونکو ډلو پر وړاندې تر سره کوي، بلکه د داخلي یاغیانو ډلو پر ضد به هم بریدونه کوي.

دویچه ویله: پاکستان پر دې تورنیږي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي. آیا واقعا د اسلام آباد له ملاتړ پرته په افغانستان کې د یاغیانو پر ضد جگړه کې پرمختگ ممکن دی؟

عمر حمید: په تیرو څو میاشتو کې د پاکستان د پوځ لومړیتوبونه د بدلون په حال کې دي. آن د ۲۰۱۴م کال د جون په میاشت کې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د پېل څخه تر مخه د پاکستان پوځ پر دې توانیدلی وو چې د «تحریک طالبان پاکستان» او نورو ترهگرو ډلو لکه د «حقاني شبکې» تر منځ بیلتون او اختلافات رامنځ ته کړي.

په شمالي وزیرستان کې دغو عملیاتو د «تحریک طالبان پاکستان» رهبري، په شمول مولانا فضل الله دې ته اړ کړه چې د افغانستان کونړ ولایت ته ولاړ شي. دغه کار په قومندې او کنترول او همداشان د لوژیستیک په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړي دي او د «تحریک طالبان پاکستان» مشري نوره په پاکستان کې د خپلوغړو نظارت نه شي کولای.

همداشان د پاکستان د پوځ عملیات پر دې توانیدلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او د افغان حکومت اعتبار په لاس راوړي. تر دې د مخه دواړو حکومتونو پر پاکستان تور پورې کاوه چې د حقانې شبکې په څیر د ډلو چې ویل کیږي د پاکستان له پوځ سره نزدې اړیکې لري ملاتړ کوي.

خو د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف، په وروستیو وختونو کې پاکستان او متحده ایالاتو ته د خپل سفر په ترڅ کې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې پوځ په اوسني عملیاتو کې د حقاني ډلې په شمول د ټولو ترهگرو ډلو پر ضد گامونه پورته کړي دي، هغه ادعا چې پر شواهدو باندې ولاړه وه.

د تیر کال په جریان کې تر ډیره حده د حقاني شبکې رهبري له منځه وړل شوې او په شمالي وزیرستان کې د هغوی څو کمپونه ویجاړ کړای شوي دي. پر دې اساس راحیل شریف په کابل او واشنگټن کې په خپلو وروستیو لیدنو کتنو کې له ډیر توپیره سره د ستاینې وړ گرځیدلی دی. دا ښيي چې دواړه هیوادونه (افغانستان او متحده ایالات) مخ پر وړاندې د پاکستان پوځ ته د یوه مهم متحد په سترگه گوري.

دویچه ویله: خو آیا په حقیقت کې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ترهگرۍ د ختمولو له پاره کوم دقیق پلان لري؟

عمر حمید: د دې قوي احتمال شته چې پاکستان طالبان ته دې تشویق کړي چې له ولسمشر غني، سره اهمیت لرونکو خبرو اترو ته داخل شي، په دې هدف سره چې په دغه تړون کې په راتلونکې کې د واک ویش هم شامل وي.

خو د دې په مقابل کې به د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان له پوځ څخه د پاکستان غوښتنه دا وي چې په کونړ، خوست او د افغانستان د ختیځ په نورو برخو کې د تحریک طالبان پاکستان، پټنځایونه له منځه یوسي. دا چې د دې کار له پاره د افغان پوځ وړتیا محدوده ده، نو په دې صورت کې به د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه اغیزناک وي. د امریکا متحده ایالاتو دوامداره حضور، او بې له کوم زماني چارچوکاټ څخه د هغوی نقش د دغې مسلې امکان نور هم پیاوړې کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د پرمخ تللې همکارۍ یوه نخښه د ۲۰۱۵م کال په وایلو کې په کونړ کې ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ډیروالی کیدای شي.

دویچه ویله: فکر کوئ چې اشرف غني به له طالبانو سره د قدرت د ویش پر سر توافق وکړي؟

عمر حمید: که چیرې غني پر دې وتوانیږي چې له طالبانو سره د سولې په مذکراتو کې موافقه وکړي نو د هغه سیاسي دریځ به ډیر پیاوړی شي. هغه له دې سره لیوالتیا لري چې د خبرو اترو له لارې جگړې ته د پای ټکی کیږدي او ولسمشر به نور د اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله او د هغه د پلویانو ملاتړ ته اړتیا و نه لري. او که چیرې متحده ایالات له طالبانو سره د سولې له نوښت څخه ملاتړ وکړي نو د پخوانۍ شمالي ټلوالې جنگسالاران به تر سخت فشار لاندې وي.

تیره میاشت اشرف غني د افغان حکومت هغه درخواست چې د هند د پوځ له لوري د افغان ځواکونو د روزلو له پاره له ډیرې مودې راهیسې موجود وو لغوه کړ. د هغه دا اقدام د پاکستان له لوري مثبت وارزول شو. پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ ته د شک په سترگه گوري. که چیرې غني د دې پر ځای دا پریکړه وکړي چې پاکستان دې افغان ځواکونه وروزي نو دا به دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو د زیاتیدو یوه بله نخښه وي.

په یوه کال کې به د امریکایي سرتیرو د عملیاتي حضور او له پاکستان سره د دوستانه اړیکو په دلیل به په افغانستان کې په سیاسي ثبات کې ښه والی راشي.


DW.COM