1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

څيړونکي پدې نظر دي چه په راتلونکو انتخاباتو کښي به صدراعظم عبدالله ډيري رايي بايلوي

په ماليزيا کښي صدراعظم عبدالله بدوي پارلمان منحل کړی دی...

د ماليزيا صدراعظم عبدالله احمد بدوي

د ماليزيا صدراعظم عبدالله احمد بدوي

او پدې وسيله يې رامخته سوو نوو انتخاباتو ته لار خلاصه کړه . د اساسي قانون پر اساس بايد انتخابات په راتلونکو 60 ورځو کښي صورت ونيسي . خو اصلآ بايد انتخابات د 2009 عيسوي کال په نيمايي کښی سرته رسيدلي وای . د صدراعظم عبدالله لخوا دملي جبهې په نامه حکومتي اييتلاف په پارلمان کښي 90 فيصده چوکياني لري . څيړونکي پدې نظر دي چه په راتلونکو انتخاباتو کښي به صدراعظم عبدالله ډيري رايي بايلوي ،ځکه دده شهرت ته په دې اواخرو کي په ماليزيا کښي د اتنيکي شخړو او د خوراکي شيانو د بيي د لوړيدو په خاطر تاوان رسيدلی دی .