1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

څه ناڅه هره افغانه له زورزياتی سره مخامخ ده

دافغانستان دښځواونجونودژونداوټولنيزحالت په هکله ډارونکی اوځورونکی خبرونه، دطالبانودحکومت له نسکوريدوڅخه څه باندی دری نيم کلونه وروسته هم، پايته نه رسيږی. دبشردحقوقودنړيوالې ټولنې ایمنسټی انټرنيشنل )amnesty international( دوروستی راپورله مخی چی دروان کال دغبرگولی د میاشی په نهمه نیټه خپورشو، اوس هم څه ناڅه هره افغانه ښځه، دظالمانه اووحشی ډوله زورزياتی له گواښ سره مخامخ ده.

آيرينا خان د ایمنسټی انټرنيشنل عمومی منشی

آيرينا خان د ایمنسټی انټرنيشنل عمومی منشی


د ایمنسټی انټرنيشنل د آلمان دفدرالی جمهوريت دڅانگې دافغانستان متخصصه، ويرينا »هارپه« وايی:» په افغانستان کی د ایمنسټی انټرنيشنل څيړنو، په رښتياسره چی تريوې برخې، ډارونکی نتيجې لرلې.«