1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

څنګه د خپل نوم جوګه شوم

د واوره او زده کړه په لړ کې خپرېدونکې د ننګيال ډرامه د اوس مهالې زمانې پر يوې جالبې موضوع څرخي. هغه په افغانستان کې د انترنېټ څخه د ځوانانو د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله ده.

آرش ننګيال

آرش ننګيال

دغه سریال د انترنېټ دواړه، يعنې مثبت او منفي اړخونه څېړي. هڅه شوې ده چې ډرامه د ښونیزو پیغامونو پرمټ ځوانان د انترنېټ له سمې ګټې اخيستنې سره آشنا کړي. خو رابه شو دې ته چې د ننګيال په شخصي ژوند کې څه پېښ شوي دي او دی څنګه «ننګيال» شو. هغه له خپل ليدلوري څخه راته داسې کيسه کوي:

یو وخت هر چېرته چی تلم، چا به نه ویل چی آرش راغلی؛ ټولو به ویل: «د ننګيال صيب مشر زوی راغلی دی!»
ما د کړکېچ او جنګ په زمانه کی مکتب ولوست. کله چی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ښوونځي نه فارغ شوم، نو څه کم بېسواده وم. طالبانو راته د دولسم ټولګي د فراغت سند هم را نه کړ. سبب یی بیسوادي نه وه- ستونزه زما نوم کې وه. هغوی ویل چې لومړی باید د آرش پر ځای کوم بل نوم غوره کړم.

بشپړ نوم می آرش ننګیال دی. په ۱۹۷۸ کال د جنورۍ په یوېشتمه نېټه د لغمان ولایت د بسرام په کلي کې زېږېدلی یم.
لومړنۍ زده کړې مې په کابل کې تر سره کړې. په ۱۹۹۷ کال کې د لغمان ولایت د شهید مولوي حبیب الرحمن ښوونځي نه فارغ شوم . په همدې کلونو کې مې پلار وفات شو او د کورنۍ ټول مسوولیتونه زما پر غاړه شولو. له همدی کبله مې لوړې زده کړې و نه شو کړای؛ خو اوس هم هره شپه په خوب کې پوهنتون کې ناست يم.

لیکوالي مې له لنډو لیکنو پيل کړه چې د مینې په نوم په يوې مجلې کې خپرېدې. په ۲۰۰۴ کال مې له رسنيو سره کار پيل کړ. په چاپي رسنیو کې هم زما لیکنې مخ په زېاتیدو شوې.
په ۲۰۰۸ کال کې مې په لسو ورځو کې د «ولسمشر ما وژلی» په نامه ناول ولیکه. دا ناول په لومړي ځل درې زره ټوکه چاپ شو. خو ډېر ژر د دوهم ځل لپاره د دوو زرو ټوګو په شمېر بیا هم چاپ شو. په راډیوګانو او رسنیو کې پرې تبصرې شروع شوې. وروسته مې درې نور کتابونه هم ولیکل.

په ۲۰۱۰ کال کې مې په ننګرهار کې د «مینې» په نامه یوه ښونیزه راډیو جوړه کړه چې شپږو ولایتونو کې نشرات لري. اوس د دغې راډیو د امتیاز خاوند او ريس په توګه دنده تر سره کوم.
اوس غواړم هغه وختونه مې چې عبث تېر کړي جبران کړم. خپله یوه دقیقه هم بې ځایه نه تېروم. خوب کم کوم او کار ډیر، چې خوند ترې اخلم او هیڅ کله هم نه ستړی کېږم. زه دا منم چې زما په ژوند کې دومره لوی بدولون یوه معجزه ده.
افسوس چی پلار او مور مې دومره عمر و نه کړ چی دا هر څه وویني او تری نه خوند واخلی.

ليکونکی: آرش ننګيال

کتونکی: نسيم صابر