1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

څلور ناتو عسکر او درې ملکي خلک ووژل شول

کوپنهاگن-کابل: په کوپنهاگن کې د دنمارک اردو خبر ورکړی دی، چې د افغانستان په جنوب کې د دغه هېواد دوه عسکر وژل شوي دي او يو بل ټپي دی.

په افغانستان کې دنمارکي عسکر

په افغانستان کې دنمارکي عسکر

دا چې دوه نور وژل شوي عسکر د کوم هېواد دي، تر اوسه پوری معلومه نده. درې ملکي افغانان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.
دغه پېښه د افغانستان په جنوب، هلمند ولايت کې منځ ته راغله. دغه سېمه تر ټولو نورو برخو د بهرنيو عسکرو لپاره خطرناکه ده.
د هلمند د پوليسو مشر انډيوال ويلی دی، چې يوه ځان وژونکی بهرنيو عسکرو ته نږدی يو موتر ته انلاق ورکړ.