1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لومړی قدم آلماني ژبه

څرنګه کډوال په آلمان کې آلماني ژبه زده کولی شي؟

په آلمان کې د کامیابه ژوند تیرولو له پاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې سړی په آلماني ژبه خبرې وکړای شي. په دې توگه انسان کولی شي له ستونزو سره مقابله او له امکاناتو څخه استفاده وکړي. خو کډوال څرنګه دغه ژبه زده کولی شي.

تر هغه وخته پورې چې د یو کډوال د پناه غوښتنلیک نه وي منل شوې او په آلمان کې د یوې اوږې مودې له پاره د پاتې کیدو اجازه یې نه وي تر لاسه کړې، هغه د آلماني ژبې د کورس مستحق نه گرځي. وروسته تر دې چې د یوه کډوال دوسیه ومنل شي او په آلمان کې د اقامت یا پاتې کیدو اجاره ترلاسه کړي، بیا نو باید په اصطلاح په ټولنه کې د ورگډیدو په کورس یا Integrationskurs کې برخه واخلي.

په دې کورس کې تر ټولو په لومړي قدم کې کډوال ته آلماني ژبه زده کیږي. د دې تر څنگ په دې کورس کې کډوال ته د دوی د حقونو، مکلفیت او همدارنگه د آلمان د سیاست او ټولنې د اساساتو په هکله معلومات ورکول کیږي. د کډوالو له پاره مسئوله اداره کډالو ته دقیق معلومات ورکوي او هغه ته د تماس مرجع معرفي کوي.

ځوان کډوال د آلماني ژبې د زده کړې له پاره ډیر امکانات لري. هغه کم عمره پناه غوښتونکي چې تر لسم ټولگي پورې یې ښوونځی نه وي بشپړ کړی، د آلمان د نږدې ټولو ایالتونو د تعلیمي سیاست پر اساس مکلف دی چې ښوونځي ته ولاړ سي.

په اکثرو ښوونځيو کې د هر کله راشئ Willkommens او یا په ټولنه کې د ورگډیدو ټولګي یا Integrationsklassen موجود دي. په دغو کورسونو کې ښوونکي ځوانو کډوالو یا زده کونکو ته آلماني ژبه او کلتور زده کوي.

څوک له ما سره د آلماني ژبې په زده کړه کې مرسته کوي؟

هغه کډوال چې د ځواب منتظر وي او غواړي د آلماني ژبې کورسونه تعقیب کړي کولې شي چې له خپل شاوخوا خلکو څخه معلومات ترلاسه کړي. اکثره د هرکلي د سیمه ییزو ابتکاراتو داوطلبه مرستندویان، ښوونکي او د کډوالو کمپونه دا ډول کورسونه وړاندی کوي. دغه کورسونه وړیا دي.

که یو څوک غواړي له دې لارې آلماني ژبه زده کړي نو کولی شي چې کډوالو ته د مشوره ورکونې له سیمه ییز دفتر او یا د کډاولو د استازو شورای ته مراجعه وکړي. دغه ادارې په کډوالو سره په دې برخه کې مرسته او همکاري کوي.

د دغه لینک لاندی ډیر شمیر شخصي آلماني کورسونه هم موجودي. طبیعي ده هر هغه کډوال چې مالي توان لري کولې شي په دغو کورسونو کې برخه واخلي. په ځانگړې توگه دلته (پر شنه ځای باندې کلیک وکړئ) تر دغه لینک لاندی د آلماني ژبې شخصي کورسونه موجود دي.

په دغو کورسونو کې له دوو څخه تر اتو اوونیو پوري یو پروگرام له ۶۱۰ ایرو څخه تر ۲۱۴۰ ایرو پورې فیس لري.

د فولکس هوخ شوله (VHS) په نامه ارزانه کورسونه نږدې د آلمان په ټولو لویو ښارونو کې موجود دي. اکثره دغه کورسونه په کال کې دوه واره یعنې د مارچ او سپټمبر په میاشتو کې پيلیږي. د ژبې دغه کورسونه په دې لینک کې د ټول آلمان په سطحه موندل کیدای شي.

همدارنگه ډیر شمیر پوهنتونونه هم د کډوالو له پاره د آلماني ژبې کورسونه لري. د مختلفو سیمو پوهنتونونه د آلماني ژبې مختلف پروگرامونه او کورسونه وړاندی کوي.

تاسو کولای شئ د دویچه ویله په پاڼه کې هم آلماني ژبه پخپله زده کړئ. د دویچه ویله د ژبې کورسونو د لیدو له پاره دلته کلیک وکړئ.

DW.COM