1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

څارنوالي: د ښځو د حقوقو د تأمینولو له پاره کافي امکانات نه لرو

د افغانستان به بیلابیلو ولایتونو کې د څارنوالیو رئیسان وایی وايي چې د منابعو او تشکیلاتو د سخت کمښت له کبله نه شي کولای چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په ځانگړو محکمو کې د تاوتریخوالي قضیې وڅیړي.

Afghan woman takes her sick daughter to a local clinic for treatment, on the outskirts of Kabul Afghanistan 30 October 2007. In rural areas of Afghanistan women are not allowed to seek medical help from a male doctor. Afghanistan has the second highest maternal mortality rate in the world where poor health conditions and malnutrition made pregnancy and childbirth exceptionally dangerous for Afghan women. Foto: EPA/SYED JAN SABAWOON +++(c) dpa - Report+++

Kranke Frauen in Afghanistan

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دولت ژمنه کړې ده چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره به مبارزه وکړي. خو د حقوقو نړیوال سازمان وایي چې د هغوې د شمیرو له مخې په افغانستان کې د هر کال له تیریدو سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په قضیو کې زیاتوالی رامنځ ته کیږي.

د هرات ولایت د څارنوالی رئیسې ماریا بشیر، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۷مه نیټه) په یوه گډ کنفرانس کې چې په کابل کې د لویې څارنوالۍ او د حقوقو نړیوال سازمان له خوا جوړ شوی وو وویل: «د تشکیل کمښت، د امکاناتو کمښت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون په اړه د خلکو ناکافي پوهاوۍ، هغه ستونزې دي چې موږ ورسره لاس او گریوان یو.»

د هرات ولایت د څارنوالی رئیسې ماریا بشیر

د هرات ولایت د څارنوالی رئیسې ماریا بشیر

د افغانستان لوی څارنوالي په خپلو ولایتي ادارو کې ځانگړي بخشونه رامنځ ته کړي دي چې دنده یې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه کول دي. دغه ځانگړي بخشونه په خاصه توگه د دې له پاره رامنځ ته شوي دي چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي قضیې په عاجل ډول وڅیړي.

د لوی څارنوالي چارواکي وایي چې د دغو بخشونو جوړیدل د دې سبب شوي دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په کم وخت کې وڅیړل شي. د افغانستان د لوی څارنوالي معین عبدالوکیل امیني، وویل چې دغو ځانگړو بخشونو د تاوتریخوالي قضیو د څیړلو په بهیر کې مثبه اغیزه کړې ده. هغه زیاته کړه: «لوی څارنوالي پریکړه وکړه چې له دغې شومې پدیدې [د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي] سره مبارزه وکړي. زه یقین لرم چې زموږ دغه اقدام به ښې پایلې ولري.»

«خلکو ته باید د قانون مفهوم ورسول شي»

په دغه کنفرانس کې د کابل د څارنوالۍ رئیس وویل چې تر هغه وخت پورې چې رسنې خلکو ته د اطلاعاتو د رسولو په برخه کې مرسته و نه کړي، له قانون څخه د یو شمیر خلکو غلط برداشت نه شي بدلیدای.

په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ځانګړې څارنوالي مشرې قدسیه نیازۍ، وویل: «زموږ په هیواد کې یو شمیر نارینه فکر کوي چې هغوی د خپلو ښځو د وهلو حق لري. ځینې نارینه خو فکر کوي چې هغوی د دې حق هم لري چې خپلې میرمنې پرې نه ږدي چې ښوونځي ته ولاړې شي.»

د حقوقو د ودې نړیوال سازمان یا «آیدلو» وایي چې د هر کال په تیریدو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو شمیر لوړیږي. د دې سازمان چارواکي زیاتوي چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵۷ قضیې ثبت کړې دي.

د دې سازمان عمومي سرپرستې یوهانا ولینوس، وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د شمیر د ډیریدو یو لامل دا دی چې په وروستیو وختونو کې افغان میرمنو د خپلو حقوقو په اړه ډیر معلومات ترلاسه کړي دي.

هغې زیاته کړه: «دا کیدای شي چې په دې معنی وي چې ښځو اوس د خپلو حقوقو په اړه ډیر معلومات تر لاسه کړي دي او کله چې د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی کیږي، نو هغوی د عدالت غوښتنه کوي.»

دغې چارواکې ټینګار وکړ چې اوس افغان میرمنې په دې خبره پوهیږي چې عدلي او قضايي سازمانونه د هغوی شکایتونه څیړي.