1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

څارنوالانو د موساک فونسیکا شرکت دفترونه پلټلي دي

د پاناما د لوی څارنوالۍ مامورینو د «موساک فونسیکا شرکت» دفترونه پلټلي دي چې د غیر قانوني فعالیتونو شواهد ترلاسه کړي. دغه شرکت په غیر قانوني فعالیتونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د پاناما پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې هغوی د موساک فونسیکا شرکت دفترونه د داسې اسنادو موندلو په موخه لټولي دي چې وښيي دغه شرکت د غیر قانوني کارونو له پاره کارول کیده.

پر دغه شرکت باندې له مالیاتو څخه د تیښتې او درغلیو تورونه لګول شوي دي. د «موساک فونسیکا» شرکت د پاناما اسنادو د بربنډونو په مرکز کې ده چې له کبله یې د نړۍ د یو شمیر مشرانو په ګډون پر ډیر شمیر کسانو باندې له مالیاتو څخه د تیښتې تورونه ولګول شول.

د دغې افتضاح په ترڅ کې د روانې میاشتې پر دریمه نیټه له ۱۱،۵ میلیونو څخه ډیر اسناد افشا شول چې په ځینو کې یې راغلي دي چې د نړۍ سرمایه داران او ځواکمن کسان له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه له هیواد څخه بهر شرکتونه جوړوي.

د دغو اسنادو تر بربنډیدو وروسته د ایسلند لومړي وزیر له خپلې دندې استعفأ وکړه او یو شمیر نور مشران چې د بریتانیا لومړی وزیر دیوید کامرون، هم په کې شامل دی، په خپلو هیوادونو کې تر سختو فشارونو لاندې دي.

DW.COM