1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

ځينې جنونه يا ارثي وړتياوې سړی له ملاريا ژغوري

دا چې د ملاريا ناروغي انسان ته څومره سخته تماميږي، د سړي د مرګ يا ژوندي پاته کېدلو چانس هم تعيينوي. يوې نړيوالې څېړنډلې اوس د ارثي موادو داسې ټوټې موندلې دي چې د بدن د مقاومت څرنګوالی د ملاريايي التهاب په وړاندې عياروي.

په تېره د وړو ماشومانو له پاره د ډېرې تبې سره مله ملاريا خطرناکه ده چې کېدای شي د ژوند په بيه تمامه شي. خو داسې نه ده چې ټول هغه ماشومان چې په ملاريا اخته کيږي، دې ډېر سخت ناروغه هم شي. د اوږدې مودې راهيسې څېړونکي اټکل کوي چې جنونه يا د انسان ارثي وړتياوې په دې پرېکړه کوي چې د ناروغۍ پر مهال وضعيت څومره ترينګلی کيږي او دا چې آيا د مړينې سبب ګرځي که نه. يوې څېړنيزې ډلې اوس د جنونو يا ارثي وړتياو داسې ټوټې موندلې دي چې ښايي د ملاريا د ترينګلتيا کچه عياروي.

هغه ډله چې د «ويلکام» بنسټ له خوا تمويله شوې ده، د افريقا په اتو هېوادونو کې د ۱۱۰۰۰ ماشومانو ارثي توکي په دقت سره څېړلي دي. نيمه برخه ماشومان ډېر سخت په ملاريا اخته او ناروغه ول، په داسې حال کې چې بلې نيمې برخې ماشومانو هيڅکله داسې سخته ملاريا نه وه ليدلې چې له ژوند ته خطرناکې تبې سره مله وه. د څېړني يوه اصلي ليکونکي، دومينيک کوياتکوفسکي، د «نيچر» يا طبيعت په نوم پوهنيزه مجله کې کښلي دي چې هغوی د جنونو هغه مجموعه موندلې چې د ناروغتيا په بهير کې د څېړونکو له خوا له ليدلو توپيرونو سره اړخ لګوي: «په دغه ساحه کې جنيتيکي يا وړتيائيزې ځانګړتياوې د ملاريا په وړاندې يو نسبي معافيت تعيينوي، چې په دې تماميږي چې آيا يو ماشوم ژوندی پاته کيږي يا مري.»

د پرازيت له پاره د ځان نښلولو موقعيت

د څېړونکو د څرګندونو له مخې د سختې ملاريا راټوکېدنه ښايي دې پورې اړه ولري چې د ملاريا عامل يا پرازيت څومره په آسانۍ وکولای شي سرو کروياتو ته لاره ومومي چيري چې د هغه تکثير صورت نيسي. په ارثي توکو کې تر ټولو مهم ځای د جنونو يوې مجموعې ته څېرمه پروت دی چې د «ګليکوفورين» په نوم د پروتينو جوړېدل تعيينوي. دغه پروتينونه هغه رسيپتور يا د نښلوونې جوړښت تشکيلوي چيري چې د ملاريا عامل ځان نښلوي. کوياتکوفسکي دغه پروتينونه «د ملاريا پرازيت د ننوتلو د ماشين په وړاندې دروازه ساتونکی» بولي. خو د جنونو دغه بڼه سمدلاسه د جنونو په ياده شوې مجموعه کې قرار نه لري، بلکې ورته څېرمه پرته ده. د توبينګن د پوهنتوني روغتون د حاروي طب د انستيتوت څېړونکی، شتيفن بورمن، دغه څېړنه او ترې اخيستل شوې پايلې له دې کبله «اټکليزې» او «خورا کاواکه» بولي.

کارپوهان جنيتيکي څېړنو ته د شک په سترګه ګوري

د اوس پېژندل شوي جن يوه خاصه بڼه په تېره بيا په هغو ماشومانو کې وموندل شوه چې تر اوسه په سختې ملاريا نه ول اخته شوي. خصوصا په کېنيا کې ماشومانو دغه جنيتيکي بڼه په ځان کې رانغښتله. هغه د دې خطر چې سړی په سختې ملاريا اخته شي، يو په درې راټيټوي. څېړونکي وړاندې ليکي چې په نورو هېوادونو کې دغه ځانګړتيا کمه ده، خو هغه شتون لري. څېړونکي ګمان کوي چې د ملاريا د عامل بېلابېلې جنيتيکي بڼې په افريقا کې د دې باعث کيږي چې د جن عين بڼه هر ماشوم په ورته پيمانه نه ژغوري. په دې سره يوه بله خبره هم څرګنديږي، هغه دا چې دغه جن سړی سل په سلو کې له سختې ملاريا څخه نه ساتي، بلکې په احصايوي شکل د دې خطر کموي، چې سړی د ملاريا په يو سخت ډول باندې اخته شي. د بنيادي علمي څېړنو ګڼ شمېر کارپوهان د جنيتيکي څېړنو په برخه کې ډېر انتقادي برخورد کوي. انتقاد کوونکي تل له وخت مخکې شوو برداشتونو څخه اخطار ورکوي او دې ته اشاره کوي چې ثابتې پايلې يوازې له اوږدمهالو دقيقو تحقيقاتو وروسته اخيستل کېدای شي.

DW.COM