1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

پینتاگون د سرتیرو د ځان وژنې عوامل څیړي

د روان میلادي کا لومړیو ۱۵۵ ورځو کې ۱۵۴ امریکایي سرتیرو ځانونه وژلي دي. په دې ډول د ۲۰۱۲م کال په عین موده کې د افغانستان د جگړې په پرتله زیاتو امریکایي سرتیرو په خپل لاس له ژوند څخه لاس اخیستی دئ. (آرشیف انځور)

په روان میلادي کال کي د تېر کال په پرتله زياتو امريکايي سرتیرو ځانونه وژلي دي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا پوځ لا تر اوسه د نړۍ په بیلا بيلو برخو کي په ماموريت بوخت دئ. د متحده ايالتونو په پوځ کي د ځان وژنې د پيښو د زياتېدو له پاره پینتاگون يوه څېړنيزه کاري ډله گومارلې وه.

هغه څوارلس کسيزه کاري ډله چي په امریکايي پوځيانو کي د ځان وژنې د عواملو د معلومولو له پاره گمارل سوې ده، ډیرو زياتو نيمگړتياو ته اشاره کوي. د دغې ډلې په راپور کي راغلي دي چي پوځ د نيمگړتياو د ليري کولو هڅي کړي دي، خو ناکافي او غېر منظمي دي.

دغې څوارلس کسیزي ډلې د ۲۰۱۰م کال په اگست کي خپل راپور وړاندي کړی وو چي پکښي ۷۶ سپارښتنې سوي وې. پدغه راپور کي هغه ستونزي په ښوول سوي وې چي د کاري ډلې د څېړنو د پايلو له مخي د پوځيانو د ځان وژنې باعث گرځي.

په راپور کي د «د مرستي اړتيا لرونکو ته د نه پام کولو، د پوځي پرسونل سره تعصبي چلن، د پوځيانو په سمه توگه نه تربيه يا چمتو کول» او د دې تر څنگ د « د پوځيانو تر توان په زياتو جنگي ماموريتونو کي د هغوی په دندو گمارل» د پوځيانو په منځ کې د ځان وژنې د شمیر د لوړیدو دلایل بلل شوي ول.

نوموړې کاري ډله د پینتاگون له خوا هغه وخت په کار وگمارل سوه کله چي په ۲۰۰۹م کال کې د امريکا د پوځ شاوخوا په ۱،۴ میلیونه غړو کي د ځان وژنې کچه جگه سوه. د دغې کاري ډلې د سپارښتنو پر اساس په پوځ کي اوس د ځان وژنې د مخنيوي له پاره نوې اداره هم جوړه سوې ده. په متحده ايالتونو کي د ځان وژنې د کارپوهانو د ډلې مشر ډاکټر اېلن بېرمان، دویچه ویله (المان ږغ) سره په خبرو کي د دغه اقدام هرکلی وکړ:

«د دا ډول پېښو د مخنيوي له پاره د يوه مرکز اړتيا سته چي د مغز کار وکړي. دغه نوې جوړه سوې اداره همدغه وظيفه لري چي مثبت قدم دئ.»
المان ږغ د ډاکټر بېرمان، څخه وپوښتل چي د پینتاگون له خوا د ځانگړي ادارې د جوړیدو وروسته بيا هم د ځان وژنو په پيښو کي زياتوالی راغلی دئ. د دې وجه څه ده؟ هغه په ځواب کې وویل:

«د ادارې کار پېل سوی خو ښايي پايلي ئې وخت ونيسي. دا کار په يوه ورځ نه تر سره کيږي بلکه په دې کي گڼ شمېر موضوعات او اړخونه مطرح دي. د بېلگي په توگه د پوځ يو شمېر هغه غړي چي ښې تنخواوي او رواني ستونزي لري، هغوی دې ته زړه نه ښه کوي چي خپلې رواني ستونزې مطرح کړي. هغوی د اقتصادي تاوان څخه ډاريږي.»

ډاکټر بېرمان د دې غوښتنه کوي چي د امريکايي پوځ هغه غړي چي د روانې تکليف له کبله تر درملنې لاندي نيول کيږي، بايد دا چانس ولري چي د درملنې وروسته خپل پخواني کار ته ستانه سي. د نوموړي په وينا ښايي دا کار د دې لامل وگرځي چي زيات پوځيان چي تکليف لري ځان ښکاره کړي.

د جانتن شای، په نامه يو بل ارواح پوه بيا وايي چي د جگړې په ډگر کي زيات داسي واقعات رامنځ ته کيږي چي د سرتیرو پر روحیاتو ژوري نښي پرېږدي. د نوموړي په وینا، تر کومه وخته چي انسانان جگړه کوي تر هغه وخته به د دا ډول ستونزو سره لاس او گريوان وي.

بېرگمن کرستينا/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض