1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

"پوځي حضور په ستراتيژک سند کي نه دئ شامل"

د امريکا متحده ايالات وايي چي د ستراتيژيکو همکاریو د سند لاسليکول تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکا پوځي حضور په ځان کي نه رانغاړي.

تر دې دمخه په افغانستان کي د امریکا دايمي پوځي اډې د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاریو د سند اساسي موضوع ياده سوې وه. که څه هم چي دواړو خواوو د پوځي حضور د څرنگوالي په اړه څه نه ول ويلي.

خو په کابل کي د امريکاسفارت ویاند وايي چي د کابل او واشنگټن تر منځ سند تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکا پوځي حضور په بر کي نه نيسي. هغه په کابل له فرانس پريس آژانس سره په خبرو کي وويل:

«د امريکا د پوځي حضور د دوام په اړه به د ستراتيژک سند تر لاسليکولو وروسته جلا خبري کيږي.»

د امريکا سفارت وياند وويل، چي د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو سند څلور برخي لري، لکه ټولنيزه او اقتصادي پراختيا، بنسټيزه بيا رغاونه، سیمه ييزي او امنيتي همکارۍ.

د سوندوال په خبره، کله چي د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک سو، څو نوري موضوعگاني به په يوه جلا «هوکړه لیک» کښي مشخصي سي چي يوه به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د شتون په اړه وي.

په تيرو دوو مياشتو کي ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره د ستراتيژيک سند د لاسليکولو له پاره خپلو دوو اصلي موخو ته ورسیږي. چي يوه ئې په تدريجي ډول د بگرام زندان افغانانو ته سپارل ول او بله ئې د شپني عملياتو مسئولیت افغانانو ته ورکول ول.

د عسکرو خونديتوب

د امريکا متحده ايالاتو د عراق تر جگړې وروسته خپل ټول عسکر له هغه هيواد څخه وايستل. واشنگټن له عراق څخه هغه مهال خپل ټول ځواکونه و ايستل چي د هغه هيوا په محکمو کښي ئې د خپلو عسکرو د خونديتوب په اړه څه تر لاسه نه کړل.

يوه افغان چارواکي فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د حقونو د خونديتوب مسئله يوه له هغو اصلي مسئلو څخه ده چي له ارمریکايي چارواکو سره ورباندی بحث روان دئ.

دغه چارواکي د تيري لويي جرگې هغي غوښتني ته اشاره کړې ده چي وايي که امریکايي ځواکونه په افغانستان کي کوم جرم وکړي باید دلته محاکمه سي.

خوداسي نه ښکاري چي امريکايان دي ددې اجازه چاته ورکړي چي يو عسکر دي ئې په بل هيواد کي محاکمه سي. يو امريکايي کارپوه کلرک په دې اړه وايي:«فکر کوم دا خبره له تصوره وتلې ده چي امريکايان دي په دې لاره کي سازش وکړي او اجازه دي ورکړي چي د جرم په صورت کي دې عسکر په افغاني محکوم کښي محاکمه سي.»

امريکايي قوماندانان وايي چي په پام کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په هوايي، لوجستيکي، معلوماتو او تروريزم سره د مبارزې په خاطر شاوخوا ۱۵ زره سرتيري پريږدي. خو په کابل کي د امريکاسفارت وياند وايي چي نسي کولای دغه راپورونه تائيد کړي.

په افغانستان کي د امریکا د دايمي پوځي اډو په اړه گاونډي هیوادونه انديښنه لري، او ايران په ډاگه د امريکا پر متحده ايالاتونو تور لگولی دئ چي په افغانستان کي له موقعيت څخه استفاده کوي او دايمي پوځي اډه جوړوي.

خو سوندوال ددې انديښنو په اړه وويل:«موږ په افغانستان کي د دايمي پوځي اډو د جوړولو په تلاښ کي نه يو او هغه ځواک چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته ئې کابل غواړي گاونډيانو ته هيڅ گواښ نه دئ. په اصل کي دغه ځواکونه به د کابل د حکومت د ملاتړ له پاره دلته وي. دا به زموږ د اطمينان له پاره دلته وي چي القاعده بيا و نه توانيږي چي په افغانستان کي ځالي جوړي کړي.»

فرانس پريس/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: محمد قاسم نوري