پوتین د پوسي ریوت غړو ته له سختې سزا سره مخالفت وکړ | دويچه ويله پښتو | DW | 03.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

پوتین د پوسي ریوت غړو ته له سختې سزا سره مخالفت وکړ

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د لومړي ځل له پاره د پوسي ریوت په نامه د ډلې غړو ته د جزا ورکولو په اړه په عام محضر کې خپل نظر څرکند کړ. ده په لندن کې د المپیک د لوبو په درشل کې د درو تنو تورنو ښځو په مقابل کې د سختې سزا له ورکولو سره خپل مخالفت ښکاره کړ.

دغو درو ښځو د مسکو په یوې کلیسا کی د پوتین د انتخابیدو پر ضد مظاهرې کړي وې. دا چی دوی د اوو کلنو بند له جزا سره مخامخ کیدای شي، په دې هکله د بشری حقونو فعالینو سخت عکس العمل ښکاره کړی وو.