1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په 2009 کال کي زور زياتی خپلي نوي لوړي کچي ته رسېدلی دی

په سيمه کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال داويد پطريوس ويلي دي، يواځې په تېره اونۍ کې پاڅون کوونکوپه افغانستان کي له 400 څخه زيات يرغلونه سر ته رسولي ...

په افغانستان کښی جنګونو زور اخيستی دی

په افغانستان کښی جنګونو زور اخيستی دی

دا، په 2001 ميلادي کال کې د طالبانو له رانسکوريدو وروسته، تر بل هر وخت نه زياته اندازه ده .

وړاندې ويل شوي، چې د 2008 ميلادي کال د جون په مياشت کې، په هفته کې له 250حملو څخه يو څه کمي شمېرل کېدې، او د 2004 ميلادي کال د جنورۍ په مياشت کي د ياغيانو د حملو شمېر تر پنځوسو(50) لږ وو.

دا حملې د امريکايي ځواکونو، شمالي اطلس د دفاعي ټلوالي ناټو پر عکسرو، افغان پوځ او پوليسو او هم پر حکومتي او ملکي هدفونو باندي سر ته رسېدلي دي .

نوموړي جنرال، د امريکې د مشر بارک اوباما لخوا د ياغيانو په وړاندې مبارزه کې د ستراتېژۍ د بدلون په نظر کې نيولو سره، د سختو په مخکې پرتو مياشتو خبره کړېده .

د هغه يوه رپوټ له مخې چې د رويتر آژانس په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له سرچينو څخه لاس ته وروړی، د 2009 ميلادي کال د جنورۍ له مياشتې څخه د مۍ تر مياشتي پوري ، د ياغيانو حملې په سلو کې 59 برخي زياتي شوي وې . دا اندازه د 2007 او 2008 ميلادي کالونو په همدې مده کې له دوه چنده څخه زياته ده . هغه وخت د نظامي افسرانو له قوله د ياغيانو حملې په سلو کې 25برخي ډېري شوي وې . په 2008 ميلادي کال کې دا اندازه په سلو کې 33 برخې وه .

جرمني هم افغانستان ته آواکس جنګي اکتشافي طيارې ليږي

جرمني هم افغانستان ته آواکس جنګي اکتشافي طيارې ليږي

داويد پطريوس وړاندې په ډاگه کړې، په افغانستان کې به د زورزياتي ډېرښت د اولسمشر بارک اوباما د پاره سياسي خطر زيات کړي .

د امريکې متحده ايالتونو، د 2008 ميلادي کال په پرتله د خپلو ځواکونو شمېر له 23000 تنو څخه 56000 تنو ته جگ کړی ،او د پطريوس د څرگندونې له مخې به د روان کال تر مني پورې دا اندازه 68000سرتېرو ته رسول کيږي .

څېړونکو دا گواښ کړی دئ، چې د ياغيانو پر ضد ستراتيژي به د امريکايانو د پاره خطر زيات کړي او د هغه هېواد د ننه به له دې جگړې څخه پلوي ډېره کمه شي .

نظامي افسران د دې پرمختگ او ډېرښت ملامتيا په نرم ژمي باندي وراچوي، کوم چې طالبانو او نورو ياغيانو ته دا امکان په لاس ورکړی وو، چې له پاکستان څخه افغانستان ته ولاړ شي .

د ISAF د وينا له مخې، د جنورۍ له مياشتې څخه د مۍ تر مياشتې پوري، د ناټو او افغان پوځ د نظامي عملياتو يو پر دريه زياتېدني هم، مقابل زورزياتی ډېر کړی دئ .

د ISAF رپوټ د جنورۍ له مياشتي څخه د مۍ تر مياشتي پوري د افغانستان په جنوب کې د حملو زياتوالی په سلو کې 78برخي بولي . په ختيز افغانستان کې بيا دا اندازه په سلو کې 41 برخي وه او په لويديز کې په سلو کې 73برخې . د همدې رپوټ له مخې، د 2009 ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د مخامخ ډزو کچه په سلو کې 61 برخي زياته شوې، په داسي حال کې چې د سرک د غاړي د بمونو شمېر په سلو کې 64 برخو ته ختلی دی .

له بله پلوه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ناټو نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال Stanley McChrystal نن په بروکسل کي په رسمي ډول سره معرفي شوی او کابل ته تلونکی دئ . نوموړی جنرال د چهارشنبې په ماښام د امريکې د سنا لخوا ومنل شو.

جنرال McChrystal د ځانگړو پوځي عملياتو متخصص دئ او د داويد مک کرنان David McKiernan ځای نيسي . د نيويارک ټايمز له قوله، نوموړي جنرال ته، په افغانستان کې په برياليتوب سره د خپلو دندو د سر ته رسولو په غرض زياد صلاحتيونه ورکړل شويدي . دی به په خپله خوښه سره داسې يوه نظامي ډله هم جوړوي، کومه به چې 400 تنه ولري او د دريو کالونو د پاره به د افغانستان او امريکې تر منځ بدليږي .

RTRE/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري