1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په ۲۰۲۰ کې به دیپریشن دوهمه معموله ناروغي وي

د روغتيا نړيوال سازمان وایي چې دېپريشن يوه لويه طبي ستونزه جوړېدای شي. دغه سازمان اټکل کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې به دېپريشن د ناروغيو په فهرست کې دويم مقام ولري.

په آلمان کې تقريبا څلور مليونه انسانان د درملنې وړ د دېپريشن یا ژور خفګان په يو ډول اخته دي. په دغه مرض اخته هر اووم ناروغ ځان وژنه يا خودکشي تر سره کوي. په آلمان کې اوس ناروغانو، ډاکترانو او څېړونکو په دغې موضوع باندې خبرې اترې شروع کړې دي.

په ژور خفګان پخوا اخته توماس ميولر رويريش د خپلې ناروغۍ په هکله کيسه کوي. څلور کاله دغه سوداګر په ژور خفګان اخته و. هغه څو څو وارې کلينيک ته لاړ. د ناروغۍ لومړۍ نښې هومره جدي نه وې. توماس کيسه کوي:

«داسې يو احساس و لکه زکام چې لرم، ضعيف وم او ډوډۍ ته مې زړه نه کیده. ما وېره لرله خو نه پوهېدلم چې ولې. خو په دې ښه پوهېدلم چې کار او روزګار پسې نه شم تعقيبولای. ورته اوږه نه شم ورکولای.»

آيا دا د «بيرن آوت» يا دېپرېشن په نوم ناروغۍ وې؟ توماس په دې هکله هيڅ فکر نه شو کولای. کار ده ته همېشه خوند ورکاوه، اګر چې فشار به تل ورباندې ډېر و. توماس په وار وار خپل کورني ډاکټر ته ورغی:

«ما داسې فکر کاوه چې په يو ډېر سخت مرض اخته يم چې چا يې تشخيص نه شو کولای. ما د وينې سرطان ګاڼه او يا په مغزو کې يوه سرطاني دانه. ما بشپړه معاينه غوښته. ډاکتر زما خبرې جدي نه نيولې او ويل يې: ښاغلی ميولر رويريش تاسو روغ ياست. رخصت واخلئ. داسې مشورې خو هر څوک ورکولای شي.»


لس په سلو کې ناروغان چې کورني ډاکتر ته ورځي، په دېپرېشن يا افسردګۍ اخته دي، چې تشخيص يې نه کيږي. که هغه داسې کسان وي چې ډېر کار يې هم کړی وي، نو دې ته بيرن آوت وايي. د بيرن آوت ناروغي پېژندل شوې ده، ځکه چې هغه د ډېر کار کولو په پايله کې راټوکېدلای شي. خو دغه اصطلاح د اولريش هېګرل په وينا جنجالي ده، ځکه چې تر شا يې دېپرېشن يا ژور خفګان ولاړ وي. هېګرل د لايپڅيګ په پوهنتون کې د روان پېژندنې او رواني ناروغيو د درملنې متخصص دی.

«داسې ويل کيږي چې سړی بايد رخصتي وکړي، دېر خوب وکړي او يا استراحت وکړي تر څو ښه شي. خو دا خبره په يو دېپرېشن پورې صدق نه کوي. څوک چې دېپرېشن لري، هغه بايد ډېر خوب ونه کړي. نه خوب کول د درملنې يوه منل شوې لار ده. په ژور خفګان اخته سړی بايد رخصتي هم ونه کړي. ځکه چې خفګان ورسره په سفر کې هم مل وي. حتی دېپرېشن لا بدترېدلای شي. ځکه مې دغه اصطلاح نه خوښيږي.»


کله چې توماس ميولر رويريش بل ډاکتر ته ورغی، نو د دېپرېشن يا ژور خفګان تشخيص يې وشو. ميولر رويريش خوشحاله و چې د خپلې ناروغۍ لامل يې اوس څرګند شوی و. خو ناروغي يې لا سخته شوې وه.


«زه چې سهار راپاڅېدلم نو لومړی مې وېره او ورخطايي محسوسوله. معمولا به د ماښام لخوا ښه کېدم، ځکه مې غوښتل چې دغه وخت ژر تېر کړم. د غرمې په موده کې به مې ډېره وېره لرله. بيا مې ملګرو ته غږ کاوه ترڅو يوازې مې پرې نه ږدي. کله کله به مې د وېرې له امله په لوړ غږ چېغې وهلې.»


نورو خلکو هم داسې ورته تجربې کړې دي. اکثره کسان غواړي چې پخپله مرض تر کنترول لاندې راولي. دا نه يوازې د ناروغانو، بلکې د خپلوانو لپاره هم ډېرې ستونزې ايجادوي. په ژور خفګان اخته کسان روغ ايسي، خو آسانه کارونه هم سر ته نه شي رسولای. په دې اړه پرفيسور هېرګل وايي:


«ځينې انسانان په يو اصلي ژور خفګان اخته وي. هغه يو اضطراري حالت دی، لکه اپېنديسيتيس. دغه انسانان د ځانوژنې له جدي ګواښ سره مخامخ دي، ډېر کسان هڅه کوي چې ځانونه ووژني. خو د دغې ناروغۍ ناژور ډولونه هم شته. سربېره پر دې يوه منځنۍ کچه هم شته چې کېدای شي د کومې ناوړې پېښې يا ناروغۍ په وړاندې عکس العمل وي، لکه د چا مرګ، د زړه ناروغي، او يا د خپل کور او کلي د لاسه ورکول، يعنې هغه څه چې په ژوند کې پېښېدلای شي.»


ماتم، يو څه خفګان او نور داسې ورته احساسات د ژوند يوه برخه تشکيلوي. خو دېپرېشن د بدن او روح يوې ناروغۍ ته وايي. ځکه يې درملنه هم کيږي. د خفګان ناژور ډولونه کېدای شي د يوې رواني تراپۍ د لارې ښه شي. د ژور خفګان په صورت کې بايد ناروغ د انتي دېپرېسيوا په نوم دارو درمل وخوري. خو په دې کې ځينې ستونزې هم راټوکېدلای شي.

تراپي کونکی وايي: «زه نه غواړم چې ناروغ دارو درمل وخوري. که يې وخوري، نو له خپلو مشکلاتو څخه تېښته کوي، بيا تراپي ناممکنه وي. خو بل اړخ بيا دا دی چې که په ژور خفګان اخته يو ناروغ ځان ډېر خراب حس کړي، نو تراپي يې هم ناممکنه ده.»

توماس ميولر رويريش خپله ناروغي شا ته پرې ايښې ده. خو هغه لا د ژور خفګان له موضوع سره په تماس کې دی. هغه د دېپرېشن په نوم په يوه ټولنه کې له نورو ناروغانو سره مرسته کوي. د ځانځانۍ څخه راوتل د دغې ټولنې تر ټولو مهم پيغام دی.

کلودیا روبي/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM