1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

په ۱۹۸۹ او ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل

کله چې ۲۵ کاله مخې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، په دې هیواد کې کورنۍ جگړه پیل شوه چې له کبله یې ورانۍ لا ډیري شوې. اوس خلک پر دې فکر کوي چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به وضعیت څرنگه شي.

یو شپیته کلن احمد وايي: «کله چې روسان زموږ له هیواد څخه ووتل موږ ډیر خوشحاله وو. موږ فکر کاوه چې تر دې وروسته به موږ په یوه کال کې دوه نه، بلکې درې اختره لمانځو.» احمد چې په کابل کې ښوونکی دی زیاتوي چې افغانان هغه وخت په دې نه پوهیدل چې څومره لویه غمیزه یې په انتظار کې ده. احمد له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي: «کله چې افغانانو یو د بل په وژلو پیل وکړ، نو ټولو د روسانو پر وړاندي د بریا د لمانځې خبره له یاده وایستله.»

دا چې افغانانو غوښتل د شورویانو پر ضد خپله بریا ولمانځې د دې خبري څرگندویي کوي چې هغوی د پخواني شوروي له اشغالگرو ځواکونو څخه ډیره کرکه لرله. په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو مستقیم مداخله د ۱۹۷۹ کال په کریسمس کې پیل شوه. هغه وخت پخواني شوروي اتحاد غوښتل چې په افغانستان کې د کمونستي حکومت ملاتړ وکړي او له همدې کبله یې دې هیواد ته سرتیري واستول. په افغانستان کې د پخواني شوروي اشغال یو ویجاړ افغانستان، تر یوه میلیون زيات قربانيان او نزدې ۵.۵ میلیونه بیځایه شوي افغانان پرځای پریښودل.

«د دوستۍ پل»

د ۱۹۸۹ کال د فبروري میاشتې پر ۱۵ نیټه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د وروستيو ځواکونو د وتلو انځورونه په ټوله نړۍ کې خپاره شول. دغه ځواکونه د افغانستان او گاونډې هیواد ازبکستان تر منځ د جوړ شوي پله له لارې چې د «دوستۍ پل» په نامه یادیږي له افغانستان څخه ووتل.

هغه وخت گونته کنابه دویچه ویله ته د ژنيو تړون په اړه رپوټ ورکاوه چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي د ځواکونو وتل څارل. هغه وایي: «دې خبري سړی خوشحاله کاوه او آرامه کاوه چې افغانان کولای شوي خپل برخلیک وټاکي. هغه وخت د همدې خبري هیله کیده.»

خو دغه هیلې هیڅوخت پوره نه شوې. د ژنيو په تړون کې شامل اړخونه پخوانی شوروي، پاکستان او متحده ایالات ول. دغو هیوادونو له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته هم د مجاهدینو ملاتړ ته دوام ورکړ. له بلي خوا مسکو په افغانستان کې خپل متحده د ډاکټر نجیب الله، حکومت ته هم تر ۱۹۹۲ کال پوري مالي او لوژیستیکي مرستې ورکړې. خو کله چې د نجیب الله له حکومت سره د شوروي اتحاد مرستي ودریدي، دغه حکومت سقوط وکړ.

کابل هم پخوا او هم اوس تړلې دی

له افغانستان څخه د شوروي ځواک د سره لښکر د وتلو ۲۵ کاله تيريږي. اوس له دې هیواد څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو په اړه تاودنه بحثونه روان دي. دغه ځواکونه له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې میشته دي او د پلان له مخي بايد د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له دې هیواد څخه ووځي. په افغانستان کې د دواړو پوځي مداخلو تر منځ ډیر توپیرونه موجود دي. د بیلگې په توگه د شوروي له خوا د افغانستان اشغال په نړیواله کچه غندل شوی وو، خو دې هیواد ته د ناټو ځواکونو راتگ بیا د نړیوالو له خوا تایید شوی دی. پر دغو ټولو موضوعگانو سربیره هم افغانستان ته د پخواني شوروي او ناټو ځواکونو د راتلو ترمنځ یو څه ورته والی شته او له دواړو مداخلو څخه کیدای شي چې ځینې ورته عبرتونه [درسونه] واخیستل شي.

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته، د دې هیواد حکومت د خپلې بقا له پاره ډیر نړیوال او بهرني ملاتړ ته اړتیا لري. همدغه ډول یو وضعیت له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته هم رامنځ ته شوی وو. اوس دا خبره هم روښانه نه ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نه شتون په صورت کې به ایا د کابل حکومت دوام پیدا کړي. بله پوښتنه بیا دا ده چې که د کابل حکومت د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته دوام هم وکړي، نو د هغه عمر په څومره وي.

د افغانستان د چارو کارپوه کنابه دې موضوع ته د شک په سترگه گوري. هغه وايي: «بې له ناټو ځواکونو به افغان امنیتي ځواک یوازي وي او زه شک لرم چې هغوی دې په داسې یوه موقف کې وي چي وکولای شي له یاغیانو سره وجنگیږي او په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د محدودو لاس ته راوړنو ساتنه وکړي.»

د مرگ ژوبلې ډیریدل

په افغانستان کې د ایساف ماموریت پر مهال د دغه هیواد ۳۵۰۰۰۰ امنیتي ځواکونه وروزل شول. همدغه ځواکونه به د ناټو عسکرو تر وتلو وروسته د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د یوه وروستي رپوټ پر اساس، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د دې هیواد د امنیتي ځواکونو تلفات دوه برابره شوي دي. په دغه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو یو عامل د هغوی له خوا د ټول افغانستان د امنیتي مسئولیتونو پر غاړه اخیستل دی.

پر دې سربیره په ۲۰۱۳ کال کې ډیر ملکي وگړو هم د افغانستان په جگړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې شمیر يې۳۰۰۰ ته رسیږي. دا د ملگرو ملتونو په حواله د ۲۰۱۲ کال په پرتله اووه سلنه لوړوالی ښيي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي دفتر ویلي دي چې د ملکي تلفاتو د ډیریدو یو لامل، له ناټو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو لیږد دی، چې له کبله یې د دې هیواد په ځینو برخو کې امنیتي خلا رامنځ ته شوې ده.

پوځي ضعفونه

د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه توماس روتیک، په دې عقيده نه دی چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دې هیواد امنیتي ځواکونه د دې وړتیا ولري چې په ټول هیواد کې ثبات او امنیت تامین کړي.

هغه وایي: «د افغان پوځ اصلي ستونزه د هغه داخلي جوړښت دی. د دغه پوځ قومي جوړښت غیرمتوازن دی، چې له کبله یې سرتیري داسې ځایونو ته استول کیږي چې هغو پکښې بېگانه وي او خلک ورته د بېگانه په سترگه گوري.»

روتیگ «د اعتماد وړ عیني شاهدانو» په حواله وایي، په هلمند ولایت کې په یوې وروستۍ پیښه کې چي له کبله یې ملکي مرگ ژوبله رامنځ ته شوه، افغان امنیتي ځواکونو هرې خوا ته په بې احتیاطۍ سره فيرونه کولې.

روتیگ وایي چې د ملي پوځ بله ستونزه دا ده چې د مجاهدينو د دورې يو شمېر غړي پکښې دي. دغه آلماني کارپوه ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې یو شمیر کسانو ته د ملي اردو د غړو وفاداري، هیواد ته د وفاداري په پرتله قوي ده. خو د روتیگ په حواله د افغانستان د ملي اردو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې ډیر سرتیري خپل قراردادونه نه تمدیدوي او له همدې کبله باید په هرو درو کلونو کې نوي سرتیري په کار وگومارل شي. هغه زیاتوي: «پر دغو ټولو ستونزو سربیره بیا په پوځ کې د غیر حاضرانو او همدارنگه د هغو عسکرو شمیر لوړ دی چې تښتي.»

د کرزي پاروني

ناټو غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰۰عسکر وساتي. د دغو ځواکونو اصلي موخه به د افغان امنیتي قواوو روزنه او د افراطي یاغیانو پر ضد جگړه وي. آلمان هم غواړي چې تر دې کال ورسته په افغانستان تر ۸۰۰ پورې ځواکونه وساتي چې افغان پوځیان وروځي. خو د دې کار پر وړاندې لوی خند د ولسمشر کرزي له خوا له امریکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخيز امنيتي تړون نه لاسلیکول دي.

کرزي په وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو د پارولو په موخه یو څه اقدامات کړي دي. هغه د واشنگټن پر نیوکو سربیره هم د بگرام له زندان څخه ۶۵ بندیان آزاد کړل چې د امریکایي چارواکو په حواله یو شمیر یې د افغان او امریکايي وگړو په وژنو کې لاس لاره. د گونته کنابه په خبره له بگرام څخه د بندیانو آزادول یوه معنی لرلای شي: «افغان ځواکونه هلته حضور لري او د لویديځو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په هغه ځای کې پاتې شي. د افغان ټولني اوس هم بدلون نه دی موندلی.»

له دې عبارت څخه چې «افغان ټولنې تر اوسه پورې بدلون نه دی موندلی»، د کنابه او روتیک په څیر لویدیڅو څارونکو هدف دا دی چې په افغانستان کې اوس هم په پراخه کچه اداري فساد موجود دی. دا په داسې حال کې ده چې کابل د یوه خصوصي پوهنتون استاد اکرم عارفي، په څیر افغان څیړونکي د سیاسي سازمانونو د ثبات په اړه خوشبینه دي.

عارفي په دې باور دی چې اوسني شرایط له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له دورې سره توپیر لري. هغه وايي: «له یوې خوا کله چې د پخواني شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، په دې هیواد کې د قدرت خلا رامنځ ته شوه. له بلې خوا هغه وخت ټولې ډلې په وسلو سمبال وي چې له کبله یې جگړه او سیاسي رقابتونه رامنځ ته شول. خو دا ځل هر څه توپیر لري. افغانستان اوس یو فعاله حکومت لري.»

د مدني ټولني ملاتړ

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په افغانستان کې د ناټو د ایساف ماموریت په اړه یوه مخلوطه [څو اړخ لرونکې] ارزونه وکړه. هغه وویل چې د دغه ماموریت ډیري «اصیلي موخي» لا تر اوسه هم نه دي ترلاسه شوي. خو هغه په عین حال کې ټینگار وکړ چې آلمان غواړي له افغانستان سره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي او په دې هیواد کې د وروستیو لاس ته راوړنو ساتنه وکړي.

شتاین مایر وویل چې په وروستیو دولسو کلنو کې افغانستان د تعلیم او تربیې، بنسټونو د رامنځ ته کیدو، د لومړنیو روغتیایي خدمتونو او همداراز د ښځو او نجونو په برخه کې پرمختگونه کړي دي. هغه زیاته کړه: «دغه [لاس ته راوړنې] د ساتلو ارزښت لري. موږ باید د دغو پرمختگونو [د ساتلو] ضمانت وکړو.»

ډیر افغانان ښايي د دغو څرگندونو تر اوریدو د یو څه آرامښت او ډاډ احساس وکړي ځکه اکرم عارفي وایي چې ډیری افغانان له دې ویره لري چې د میلیونو ډالرو په لگښت د لویدیځو هیوادونو له خوا تمویلیدونکې پروژې ښايي له افغانستان څخه د هغوی تر وتلو وروسته دوام و نه کړي.