1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

په کويت او بهرين کې کاريګر يو څه حقوق تر لاسه کوي

د خليج په هيوادونو کې چيرې چې تيل او پيسې چليږی، او د نړی تر ټولو سترې او ښکلې ودانی جوړيږی او چيرې چې له بيوزلو هيوادونو څخه کورنی د کاريګرو په کار اوزيار خواړه تر لاسه کوی، بشری حقونه په يوه بل شان تر پښو لاندې کيږی.

کويت ښار

کويت ښار

په خليج کې د بهرنيو کاريګرو ژوند د کار د ورکوونکي په لاس کې دی.

دغه ښکلې ښکلې ماڼۍ او د ځايي خلکو لپاره د ژوند ښه شرايط د هغو کاريګرو په زيار تر لاسه شوی چې له بيوزلو هيوادونو د پيسو پيدا کولو په خاطر خپل کور او کلی په کلونو کلونو پريږدی، څو خپله کورنی اعاشه اواباطه کړی او په سختيو د کور اوځمکې په خرڅولو د قاچاقبرانو په واسطه د کار او اوسيدو ويزه يا اجازه ترلاسه کوی. دوی ته که څه هم چې د خپل هيواد په پرتله ښه معاش ورکول کيږی او روغتيايي بيمه هم لری، خو تر هغه وخته چې کار کوی، د کار د ورکوونکي لخوا ورته ويزه اخيستل کيږی، خو که چيرې يي کار په زړه نه وی او يا کار پريږدی نو بايد هيواد هم پريږدی ځکه چې نور د اوسيدو ويزه نه لری.

بحرين او کويټ له بهر څخه راغلو کاريګرانو ته زيات حقوق منی. تر اوسه په سلهاوو زره تنه د کار په خپلو خاوندانو پورې تړلی دی - له دې نه په پام کې نيولو نه پرته چې له دوی سره څه ډول چلند کيږی.

آيا د مدرن مرييتوب پای نه دی رارسيدلی؟ کارستن کيونتاپ په دې اړه يو رپوټ لری چې ستاسو پام يی اوريدو ته رابولم:

په دوبی کې د خرما د ونو ټاپو، په قطر کې زرين برجونه، د ابو دبی په اوبو کې د تيلو د ایستلو سترې دستګاوې... د په سلهاوو زره بهرنيو کاريګرانو پرته به دا ټول نه واې ممکن. د فارس په خليج کې د تيلو د پاچاهانو د ملی اقتصاد بنسټ په مهاجرو کاريګرانو ايښودل کيږی. د دوی د اقامت يا اوسيدو اجازه د دوی په کار پورې تړلې ده. دوی ته بايد يوڅوک سپانسر يا ضامن شی، چې دغه سيستم بيا په عربی کې «کفاله» بلل کيږی. د بشری حقونو فعالين وايي: يو کاريګرچې ورسره ناوړه چلند کيږی، کولای شی شکايت وکړی خو د هرڅ په اړه خطر قبلوی.

د بشری حقونو د ساتونکې ټولنې «هيومن رايتس واچ» څخه سارا لی ويتسون وايي:

« په پای کې ښايي شکايت کوونکی خپل کار- او په هغه هيواد کې د اوسيدو اجازه يا اقامت له لاسه ورکړی. او په دې خاطر چې ويزه د کار په خاوند پورې اړه لری، نو دﺉ د آزادی حق نه لری او نه هم د دندې د ټاکلو.»

د بحرين د کوچنی پاچاهی د کار وزير دا لا مدرن مرييتوب سره پرتله کوی او غواړی ورته بدلون ورکړی. د روانې مياشتې له پيل څخه په بحرين کې نوی قانون چليږی. د هغه پر بنسټ بهرنی کاريګران کولای شی چيری چې وغواړی کار وکړی؛ د کار د ځای د بدلولو لپاره نور د پخواني کار د خاوند رضا ته اړه نشته. د د وبې د حکومتی لوړ ښوونځي څخه طارق يوسف وايي:

« دا کوم ناڅاپی خبر نه دی چې بحرين مخکې ګام ږدی. بحرين د خليج تر ټولو هيوادونو، د مطبوعاتو په آزادی کې له سياسی پلوه پرانيستی او د يوه داسې پارلمان درلودونکی دی چې عملی دی، د ويلو لپاره څه لری او د نورو خبرو ته غوږ ږدی.»

د کفاله په سيستم به په نړی کې تل د خليج د هيوادونو په سپین واسکټ د يوه لوی تور داغ په توګه نيوکې کيږی. د بحرين بادشاه غواړی د کار په اړه لا نور نړيوال حقوقی نورمونه وکاروی. دشاه په توګه غواړی د لويې بيکارۍ درملنه وکړی.

سربيره پر دې په دې رنځ د خليج ټول هيوادونه اخته دی: زياتره هغه کارونه چې له پاکستان او بنګله ديش څخه يي د کار مهاجرين تر سره کوی، د ځايي اوسيدونکو لپاره ښې پیسې نه ورکول کيږی. او ښه کارونه يا دندې اکثراً له لويديځ څخه هغو ګومارل شويو ته ورکول کيږی چې ښې زده کړې لری. څوک چې يوه بهرنی ته په بحرين کې کار ورکوی، نو د دې لپاره بايد پيسې دولت ته تحويلې کړی. دغه پيسې د ځايي اوسيدونکو د زدکړې په لاره کې کارول کيږی. طارق يوسف وايي چې له دې سره د کار د ورکوونکو مقاومت په بحرين کې ډير دی.:

« دوی په دې هيڅ خوشحاله نه دی، ځکه اوس بايد دوی د معاشونو په برخه کې له نورو سره لا سيال وکولای شی. په دې خاطر چې خلک له تا سره وړاندې کار وکړی، يوازې دا بسنه نه کوی چې دوی ته د کار د بدلولو کومه اجازه ورنه کړې. زما په نظر د کار بازار اوس ډير غښتلی او اغيزمن کيږی.»

څه موده مخکې کويټ هم يو ريفورم راوايست: اړوند وزير وايي چې څوک چې دوه کاله په دغه هيواد کې له بد نوم نه پرته کار کړی وی، کولای شی د کار ځای په خپله خوښه بدل کړی. د خليج نور هيوادونه هم کولای شی له بحرين څخه زده کړی.

« زه فکر کوم چې عربی متحد امارات به ورپسې وی. دوی اوس دې پولې ته رسيدلی دی، زه پوهيږم، همدا اوس په دې بوخت دی، څو د ټولو حالتونو اټکل وکړی. او که چيرې عربی امارات په دې لوری وخوځيږی، نو ښايي عُمان او قطر هم د هغه په لاره پل واخلی.»

ځينی نور بيا دېته په خوشبنه نظر نه ګوری. په تيره بيا د ودانی جوړولو صنعت بايد په داسې ساده ډول ماتې ونه خوری. د دوی لپاره د زاړه سيستم ګټې ډيرې دی. په دوبی کې د خليج د څيړنې له مرکز څخه «اِکهارد وورڅ» وايی:

« د کاريګر د زده کړې پيسې څوک نه ورکوی اونه کله چې بيکاره شی څوک پيسې ورکوی او د تقاعد لپاره هم پيسې نه ورکول کيږی. په دې ډول ډيرې ټولنيزې ښيګڼې سپما کيږی او هماغه زړه پانګوالي پر مخ بيول کيږی.

سهيلا حسرت نظيمی