1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کونړ کي د والي پرضد لاريونونه دوام لري

د شنبې له ورځي راهيسي د کونړولايت د بېلابېلو ولسوالیو په سونو اوسیدونکي، چي ډیری ئې قومي مشران دي ددغه ولايت د والي او ولایتي ادارې پرخلاف لاريونونه پيل کړي دي.

په لومړی سر کي لاریون کوونکو د څوکۍ ولسوالۍ په سپین مسجد سيمه کښي د اسد اباد جلال اباد لویه لاره د پنځو ساعتونو له پاره تړلې وه.

لاریون کوونکو د کونړ والي سید فضل الله وحیدي، ځکه غانده چي په خبره ئې: «ددغه ولایت د حجیانو په سهم کي ئې درغلي کړې ده، د قومونو ترمنځ ئې اختلافات را پیدا کړي دي او د پاکستاني له خوا په ویشتونکو توغندیو کي ئې ځان چپ ساتلی دئ.»

نن يکشنبه د( ۲۰۱۲ کال د جون د مياشتي ۲۴) په دوهمه ورځ لاریون د کونړولايت په نورګل ولسوالۍ کي پيل سوی دئ او د کونړ جلال اباد لویه لاره ئې تړلې ده.

دلاریون یو ګډونوال انجنیر ګل اغا حسني المان غږ ته وویل، چي ترهغو پوري به د کونړ د والي پر ضد لاريونونه دوام وکړي، ترڅو له دندي نه وي ګوښه شوی. ده پر والي تور ولګاوه، چي د کونړ په بیا رغاونه کي ئې سوداګري کړې ده.

په ولسي جرګه کي د کونړ د خلکواستازې وږمه ساپۍ، دلاریون کوونکو خبري تائيدوي او وايي، چي ولایتي ادارې په کونړ کي د خلکو تر منځ ستونزي جوړي کړي دي:

«د کونړ تر ټولو لوی ولسوالۍ خاص کونړ ته لس تنه حجیان او یوې کوچنۍ ولسوالۍ مانوګي ته څلوراتیا تنه سهم ورکړل شوی دئ.»

د کونړ د ولایتي ادارې چارواکي وايي، چي د حج په سهم ویشنه کي، والي کوم لاس نه درلود او دا د حج او اوقافووزارت کار وو، چي سهم ئې څه ډول ویشلی دئ.

دوالي ویاند واصف الله واصفي وايي، چي لاریونونه د خلکو حق دئ خو پر والي لګېدلي تورونه نه مني.

څه موده وړاندي د کونړد والي پرخلاف ددغه ولایت د ولایتي شورا یوشمیر وکیلانو هم په دې تور لاریونونه وکړل، چي گويا، والي په کونړ کي د قومونو ترمنځ شخړي را پیدا کوي.

شمع احمدزۍ/ جلال آباد
کتونکی: نجيب الله زيارمل