1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په کندهار کې چاودنه سوې ده

د کندهار په ولایت کې د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د والي کور ته نزدې یو موټر بم وچاودېد. د چارواکو په خبره د دغې چاودنې له کبله یوې ملکي ودانۍ ته زیان رسیدلی دئ. ویل کیږي چې د چاودنې په سیمه کې نښتې هم رامنځته سوي دي. د وژل سوو او یا ټپیانو په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویل سوي.