1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کندهار کې لسو مخالفینو له جګړې لاس واخیست

د کندهار په ولایت کې د دولت لس تنه وسلوال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول. دغو کسانو له افغان دولت څخه وغوښتل چې هغوی ته د ژوند امکانات برابر کړي.

د کندهار ولایت چارواکي هیله څرگندوي چې دغه کسان به نورمخالفین هم د سولې له بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.

د سولې له بهیر سره د یو ځای شوې ډلې مشري ملا زين الدين اخند کوله. دغه ډله ادعا کوي چې د کندهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ئې دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

د کندهار د سولې د شوری مشر عطا محمد احمدي، هیله څرگنده کړه چې د دغې ډلې په مرسته به نور مخالفین هم دې ته وهڅوي چې له جگړې څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

احمدي وویل: «موږ هیله لرو چې دوى به خپلو نورو ملګرو ته هم پيغامونه وليږي چې هغوى هم د سولې له بهیر سره یو ځای شي او خپل خلک له تپل سوې جګړې څخه د تل له پاره وژغوري.»

د سولې له بهیر سره یو ځای شوو کسانو وویل چې اوس غواړي د خپل هیواد له پاره خدمت وکړي. د دغو کسانو مشر وویل چې دولت باید د هغوی د اولادونو له پاره د سرپنا، ښوونې، اقتصادي او نورې اسانتياوې چمتو کړي.

د کندهار د سولې د شوری مشر عطا محمد احمدي، له دغو کسانو سره د مرستو ژمنه وکړه. هغه وویل چې افغان دولت د دغو کسانو د امنیت او هغوی ته د نورو اسانتیایو د برابرولو له پاره امکانات په پام کې نیولي دي.

د کندهار ولایت د حج او اوقافو رئيس او د طالبانو پخوانۍ د کندوز والي مولوي نورالعزيز، هم پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیرسره یوځای شي او له جگړې څخه لاس واخلي.

تر دې مخکې په زابل او يو شمير نورو ولایاتو کې هم ځينې وسلوالې ډلې د سولې له بهير سره يو ځاى شوې وې.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش