په کندهار کی د يوسلودرواتيا زرو امريكائ ډالرو په لګښت روغتيائ مركزونه جوړيږي | افغانستان | DW | 23.04.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کندهار کی د يوسلودرواتيا زرو امريكائ ډالرو په لګښت روغتيائ مركزونه جوړيږي

دعامى روغتيا مسؤلينواود كندهارد ژړي اود امان ولسواليوسپين ږيرو او مخورو په دغو ولسواليوكښى د دو بابو صحي كلينيكونو د جوړونې دبنسټ ډبري كښيښودل.

په کندهار کی د کلې خلک

په کندهار کی د کلې خلک

دعامى روغتيا رئس ډاكټرعبدالقيوم پخلا د ژړي د سنځرى په سيمه كښى ديوباب صحي مركزدبنسټ دايښوونى پر مهال وويل:

زموږصحي كاركونكي په دغه سيمه كښي خپلي صحي چاري په يوكرائ كوركښى پرمخ بيائ.چه دده په آندپه دغه كوركښى صحي كاركوونكوپه تيره بيا د دغه سيمي ناروغانو ته لازمى اسانتياوى نه وى برابرى.

اوس به په ۸۲۰متره مربع ځمكه كښى د۹۸۰۰۰ زره امريكائ ډالروپه لګښت يوباب صحي كلينيك جوړاود دغه سيمى د اوسيدونكوټولي صحي چاري به هم دلته پرمخ بيول كيږي.

بله خوا د سنځرىدكلي يوتن سپين ږيري هم ددغه روغتيائ مركزدجوړونې څخه خوښي څرګنده كړه. د ده په ويناچه زموږخلګ ډيرغريب اوبيچاره دى. حتي دموټردكرائ توان هم نه لري ترڅوښارته دروغتيائ ستونزو د درملنى په موخه ورسي.

همدارنګه د كندهاردعامى روغتيارئس ډاكټرعبدالقيوم پخلا ددامان دولسوالي دښوراندام په سيمه كښي د۸۵۰۰۰زره امريكائ ډالروپه لګښت ديوبل صحي كلينيك د جوړونى دبنسټ ډبره هم كښيښودل.

د يادونى وړده چه دكندهارپه ښاراوډنډ ولسوالي كښى هم دداډول روغتيائ مركزونودجوړونى دبنسټ ډبري په روانه مياشت كښى دولسي جرګى دغړې شكيبا هاشمى او ډاكټرپخلا له خوا ائښودل سوى وى.

اړوند مطالب