1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کندهار کي د شخړو حل د جرگو له لاري کيږي

په قومي چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار وايي، چي تردې وروسته به په کندهار کې يو زيات شمير شخړي او دعوې د سيمه ييزو جرګو او مرکو له لاري حل کيږي.

په دې جرګو کې به د سيمي منلي قومي مشران، مخور سپين ږيري او له تعصبه خلاص ژبور کسان ونډه لري. دوى به ټولي هغه شخړي، چي په محاکمو کي د بېلا بېلو دلايلو له مخي ځنډيږي په سيمه ييزه جرګه کي په اسانۍ سره حلوي.

په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار وزير مير اعظم ګوجروال په همدې موخه کندهار ته سفر کړی دی، چي وړ، بې تعصبه او په ټولنه کي منلي سوي مخور کسان پيدا کړي، چي د خلګو حقوقي او نوري دعوې په پوره صداقت، ايماندارۍ اوځيرکتيا سره حل کړي:

«يوه اوونۍ کيږي، چي موږ دلته په کندهار کي د بېلا بېلو سيمو له ولسونو سره په خبرو اخته يو، چي د دوى له منځه داسي کسان غوره کړو، چي دوى ته د قبول وړ او ستونزي يې ورسره حل سي.»

د ګوجروال په خبره دوى په دې اړه د هيڅ لوړ پوړي يا زور واکي سپارښت ته نه ګوري، بلکي خلګ د دوى له پاره غوره معياردى. په کندهار کي ولسي خلګ او د چارو شننونکي هم وايي په اوسمهال کي يوې داسي غښتلي جرګې ته اړتيا سته، چي خلګ د محاکمو له اوږدې اړتيا څخه وژغوري.

د دوى په خبره دا ډول جرګو تل په هيواد کي لويي شخړي حل کړي دي او دوى هيله لري چي په دې ډول به يو ځل بيا د ولس په ژوند کي تر ډېره اسانتياوي راسي.

په کندهار کي ليکوال او ژورناليست دواخان مينه پال همدغه ټکى يادوي او وايي، چي خلګو ته په کار ده د داسي ولسي چوپړوالو تر شا ودريږي:

«کله چي په يوه هيواد کي عدلي او قضايي سيسټم په فساد ککړ سي نو په دغسي وخت کي يوازينۍ لاره همدغه مرکې او جرګې دي، چي د خلګو په ستونزو کمولو کي لوى رول لري او ولس ورته مراجعه کوي.»

د کندهار عام اوسيدونکي بيا وايي، په کار ده په جرګه کي داسي کسان غوره سي، چي د ټول کندهار د سيمه ييزو خلګو استازيتوب وکړاى سي.

د دوی په خبره، که چيري داسي نه وي، نو د دوى له پاره جرګې او محکمې يو شى دي: «موږ په دې ډېر خوښ يو، خو خداى دي وکړي، چي په دې جرګو کي په رښتيا زموږ غمخوار کسان راټول کړل سي.»

د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان له مخي په يو شمير ولايتونو کي د شخړو د حل په موخه جرګې او مرکې په داسي حال کي جوړيږي، چي خلګ په هيواد کي د عدلي او قضايي څانګو څخه تر پزي راغلي او وايي دولت ته په کار ده چي د شخړو په حل کولو کي دي يې سمي او ژر پرېکړي وسي.