په کلورادو کي اورلګېدني ډېری کسان تېښتي ته مجبره کړي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 25.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په کلورادو کي اورلګېدني ډېری کسان تېښتي ته مجبره کړي دي

د امریکا په لویدیځ ایالت کلوروداو کي د ځنګلونو د اور اخیستلو له امله د دغه ایالت څه د پاسه زر کورنۍ ډاډمنو ځایونو ته انتقال سوي دي. لکه څرنګه چي د CNN په نامه خبري رسنۍ خبر ورکړی دئ یوازي د کلورادو سپرینګس په نامه سیمه کي د ۱۱ زرو په شاوخواکي انسانان د احتیاط له پاره نور ځایونو ته بیول سوي دي. تر ټولو لویه اور لګېدنه د والدو کینیون په نامه ملي پارک کي رامنځته سوې او تر اوسه لا تر کنترول لاندي نه ده راغلې. ویل کیږي چي دغه اورلګیدنه د ډېری ګرمۍ او وچکالۍ له امله رامنځته سوې ده.