1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په کريميا کي جنجال پر څه باندي دی

د اوکرایین د توري بحيرې د کریمیا نیمه ټاپو ښايي یو وار بیا د جنگ په یوه نوي میدان بدل شي. له اوکرايين څخه د کريميا خپلواکي نه يوازي يوه سياسي مسئله ده، بلکي د دغه اقتصاد ته هم ډېر تاوان لري.

د دويچه ويله له خوا يوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې د کریمیا نيمه ټاپو چې د مساحت له اړخه د سویس په نیمايي دی او ډيره ښه هوا لري، یو ډير څپاند تاریخ لري.

مخکي تر دې چي روسان دغه نيمه ټاپو ته ورشي، یونانیانو، تاتارانو، ترکانو او د سکاهانو کوچي قوم چي په خټه ایرانیان ول، په سوو کلونه پر دغه سيمه باندي حکومت کړی دی.

د آلمان د لایپڅیک پوهنتون د ختيځي اروپا د سیاسي چارو کارپوهه ویلفريد یلگه له دويچه ويله سره په خبرو کې د کریمیا په هلکه وايي: «کریمیا تل د روسي امپراطورۍ تر ټولو مهمه سیمه وه. له کریمیا څخه توري بحيرې ته لاره موندل د روسیې د امپراطورانو یو ستر خوب او ارمان وو.»

ستره کاترینه چې د روسيې یوه مشهوره امپراطوره وه، د روسانو دغه خوب په حقیقت بدل کړ او په ۱۷۸۳ کال کې کریمیا د روسي امپراطورۍ برخه وگرځېده.

دغه نيمه ټاپو بيا په لومړي وار په ۱۹۵۴ مېلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد د اوکرايين جمهوریت په اداري تشکیلاتو کې ورشامل شو. دغه نوښت د پخواني شوروي اتحاد د کمونستي گوند پخواني مشر نیکیتا خروسچوف کړی وو.

په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د شوروي اتحاد تر ټوټه کېدو وروسته کریمیا د اوکرایین د خپلواک جمهوریت برخه شوه. په حقيقت کي لانجه له همدغه وخت څخه پيل شوه. ځکه چې د کریمیا نيمه ټاپو دوه پر دریمه برخه وگړي روسان دي.

په ۱۹۹۲ کال کې د روسیې پارلمان د خروسچوف پریکړه باطله اعلان کړه او د کریمیا ټاپو په اوکرايين کي خپلواکمني اعلان کړه. خو د هغه وخت د کیف حکومت په دې وتوانید چې وضعه آرامه کړي.

په ۱۹۹۴ کې یو وارې بیا دغه کړکیچ پراخ شو. په کریمیا کي یوري مشکوف د ولسمشر په توگه وټاکل شو او هغه له روسیې سره د یوځای کیدو هڅي پیل کړې. خو دا وار هم کیف وتوانید کریمیا په خپله ولکه کې وساتي. په کریمیا کې د ولسمشرۍ مقام له منځه یووړل شو او یوري مشکوف روسیې ته پناه یوړه.

له روسیې سره د توري بحيرې د جنگي بیړیو پر سر شخړي، په ۱۹۹۷ کال کې د مشارکت د یوه تړون تر لاسلیک کیدو پوري دوام وکړ. د دې تړون له مخې باید روسیې خپل عسکر تر ۲۰۱۷ کاله پوري له کریمیا څخه ايستلي وای خو د ویکتور یانوکوویچ د حکومت پر مهال دغه اجاروي تړون تر ۲۰۴۲ مېلادي کاله پوري وغځول شو.

دا چی د کریمیا خلک د خپل راتلونکي په هکله څه فکر کوي، کومه نوې او تازه نظرپوښتنه په لاس کي نشته. په ۲۰۱۳ کال کې د کیف د راسومکوف مرکز له خوا ترسره شوې یوه نظر پوښتنه ښيي چې د کریمیا یوازې ۳۱ سلنه وگړي د یو واحد هیواد په توگه د اوکرایین ملاتړ کوی. ۳۶ فيصده يې مخالف دي. د مخالفانو اکثريت روسي نسبه دي.

خو په کریمیا کې اوکرايينیان او تاتاران هم اوسيږي چې د ویش او تقسیم سخت مخالفت کوي. ستالین په ۱۹۴۴ کال کې، تاتاران له کریمیا څخه مرکزي آسیا ته په دې تور چې دوی په دوهم نړيوال جنگ کې له نازي آلمان سره لاس یو کړی وو، وشړل. خو له شلو کلونو راهیسي دغه تاتاران بیرته کریمیا ته ستنیږي او د نزدې ۳۰۰ زره وگړو ۱۴ سلنه جوړوي.

خو د کریمیا شخړه یوازي یوه سیاسي شخړه نه ده. که چيري دغه نیمه ټاپو د اوکرایین څخه جلا شي نو دا به د دغه هیواد د اقتصاد له پاره یوه سخته ضربه وي.

د کریمیا نيمه ټاپو تر اوسه پوري د توریزم څخه ژوند کوي. خو دغه به ډير ژر تغییر ومومي. ځکه اټکل کیږي چې په کریمیا او خپله په توره بحيره کې د گازو ستري زیرمي موجودي دي.

د اوکرایین حکومت د ۲۰۱۳ میلادي کال په پای کې پلان لاره چې د نړيوالو شرکتونو له ډلي سره چې مشري یې د امریکا د انرژۍ یوه ستر شرکت «ایگزو موبل» کوله، په توره بحيره کې د گازو او تیلو په هلکه یو تړون لاس لیک کړي. خو وروسته بيا وځنډېد.

DW.COM