په کراچي کښي سختي ناآرامۍ رامنځته سوي دي | آلمان او نړۍ | DW | 17.09.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په کراچي کښي سختي ناآرامۍ رامنځته سوي دي

په لندن کي د يوه پاکستاني سياستمدار تر وژل کيدو وروسته د پاکستان په لوی تجارتي ښار کراچي کښي کاروبار په ټپه دريدلی دی . هلته اکثريت مغازې او مکتبونه تړلي وه

په کراچي کښي ناآرامۍ

په کراچي کښي ناآرامۍ

تر هغه وروسته چي د متحده قومي MQM په نامه حزب نن جمعه ددغه حزب د مؤسسنو عمران فاروق د وژل کيدو له کبله دلسو ورځو دپاره د غم او وير د مراسمو اعلان وکی ، نو کثره ښاري سرويسانو او بسان د حرکته ولويدل .

دغه 50 کلن پاکستاني سياستمدار پرون پنجشنبه د انګلستان په پايتخت لندن کښي د خپل کور مخته د نامعلومو کسانو لخوا ووژل سو . دا معلومه نده ، چي آيا دغه قتل سياسي انګېزه درلودل او که څنګه .

فاروق چي دوه کاله دمخه يې د سياست څخه لاس اخيستی ؤ، لس کاله مخکي يې په انګلستان کښي پناهندګي ورکړې وه . د هغه دمخه فاروق 7 کاله د پاکستاني پوليسو څخه په تښته کښي ؤ، چي ورباندي د قتل او نورو جنايتو تور لګيدلی ؤ . خو ده هميشه دغه تورونه ردول .

Pakistan Stadt Karachi Alltag Straßenszene

که څه هم فاروق د متحده قومي MQM په حزب کښي نور عمده رول نه بازي کاوه ،ولي بياهم کيدای سي چي دده وژنه په کراچي کښي د تشدد سبب وګرزي .

ددغه حزب د يوه مهم کس د وژل کيدو له کبله په تيرو مياشتو کښي هم سختي ناآرامۍ رامنځته سوې او تر سلو اضافه انسانان پکښي ووژل سول . د اسلام آباد حکومت د هغه د وژل کيدو مسؤليت پر طالبانو او د پاکستان د سپاه شباب پر تندلارو باندي ورواچولی ؤ .

آژانسونه :محمد قاسم نوري

کتونکی : عبدالباری حکيم