1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کراچي کي نفوس ډيريږي،اوورسره اقليمي ستونزي هم

په پاکستان کښي کارپوهان د ښاري پلانو او ترافيکي مشکلاتو په باب د يوه نوي فکر غوښتنه کوي ...

دکراچي نفوس اوس شلو مليونو ته رسيږي

دکراچي نفوس اوس شلو مليونو ته رسيږي

دافغانستان په شمول دنړۍ په ډيرو زياتو پرمختيايي هيوادونو کي داوضع ليدل کيږي چي دکليو او بانډو څخه په مخ پر زياتيدونکي ډول سره وګړي ښارونو ته کډه کوي . خو د ښارونودپاره دغه وضع ډير مشکلات رامنځ ته کړي او کوي يې . په تيره بيا په ښارونو کي دنفوسو زياتوالي يو لویه ترافيکي لانجه رامنځته کړې ده چي هغه بيا دچاپيريال او اقليم دپاره ډير ناوړه عواقب لري . ځکه نوپه پاکستان کښي کارپوهان دښاري پلانو او ترافيکي اړتياوو په باب ديوه نوي فکر غوښتنه کوي .اول به کراچي ته يو نظر واچوو.

کراچي په پاکستان کې يو نمونه اي ښار دی چې گڼ شمېر پوهنتونونه، صنعتي پارکونه او د آزاد تجارت دپاره يوه سيمه لري . دلته يو بين المللي هوايي ډگر او د ټول پاکستان په کچه تر ټولو لوی او مډرن بندر هم سته چې شپېته په سلو کې د بارچالانۍ مالونه ورڅخه تېريږي . د چين د بريالي موډل په څېر په دغه ساحلي ښار کې هم ټاکل شوې ده چې خارجيان پانگه واچوي، چې په مرسته يې د پاکستان اقتصاد وده کولاي شي.

خو ددغه پلان منفي اړخ د چاپېريال بې حده ککړول دي . د سمندر اوبه داسي ککړي دي چې کب نيونه هم ورڅخه اغېزمنه شوې ده . سړکونه او کوڅې چې د مونسونی بارانو په موسم کې په اوبو کې ډوبيږي، له کثافاتو او چټلۍ څخه ډکې دي . د بې وزلو د هستوگنې سيمې په چټکۍ سره پراخيږي . ډېرې ساري ناروغۍ د ناپاکۍ او نظافت د نه مراعاتولو له کبله خپريږي . دا د هغه لوی ښار عمده ستونزي دي، چې اوس مهال تر شلو مليونو زيات اوسېدونکي لري .

په اسلام آباد کې د پرمختيايي چارو د اقتصاد په انستيتوت کې، د پروژو د ارزيابۍ د څانگي مشر عثمان مصطفي وايي ،«که ټول پوهنتونونه د کراچي په څېر په يو ښار کې جوړ سي، نو ډېر خلک به ور کډه سي . که دلته صنعتي فابريکې جوړې شي، نو انسانان به هم ترې نه گټه واخلي . خو زه د لويو ښارو سره مخالفت لرم . لوی ښارونه ډېري ستونزي پيدا کوي . نه يوازي اقتصادي مشکلات، بلکه هم ټولنيزې ، زېربنايي او د څښاک د اوبو ستونزي .»

دغه انستيتوت په ټوله آسيا کې يو مخکښه thinktank يا د څېړنو ځای دی . دی بيا وايي ، «په دغو لويو ښارونو کې ښاري پلان گذاري لومړي توب نه لري . او ورڅخه نړيوالي ستونزي راټوکيږي . بهتره دا ده چې په اطرافي سيمو کې خلکو ته الترناتيف جوړ سي، تر څو هغوي ښارونو ته مخه ونه کي . کوچني ښارونه بايد ښه سمبال شي، فابريکې جوړي او د خلکو اساسي اړتياوې پوره سي . مگر کله چې د بې وزلو سيمي آبادي شي، نو څنگ ته يې سمدلاسه يو بل ناوړه هستوگنځای رامنځته کيږي . هر حکومت په دغه برخه کې دډېرو مشکلاتو سره مخامخ دی .»

د پاکستان حکومت اوس هڅه کوي چې په اطرافوکې هم عصري تکنالوژۍ او د کار زمينه برابره کي . دغه څرگندونې ظفر اقبال زايدي کوي، چې په پاکستان کې د نوي کېدونکو انرژۍ د شورا مشر دی . سره له دې چې تر اوسه پوري يوازي نمونه اي پروژې پلي شوې دي، خو ټاکل شوې ده چې نوې کېدونکې انرژي به په اطرافوکې اقتصادي چاري پياوړي کي .

ظفر اقبال زايدي وايي ، «موږ د بيوگاز له بټيوڅخه کار اخلو. پاکستان له زراعت څخه ژوند کوي . موږ په اطرافي سيمو کې ډېر حيوانات او ژوي لرو. د بيو گاز(نباتي ګاز) د بټيو په مرسته ،گاز د سون د موادو په حيث او يا د رڼا د سرچينې په توگه کارولی سو. سربېره پر دې بيو سره هم توليدولی شو چې ډېر حاصلات لري او د عادي سرې په پرتله ډېره گټه هم لري . بله تکنالوژي د اوبو واړه برېښناکوټونه دي . د شمال لويديځ په سرحدي سيمو کې آبشارونه ډېر دي . موږ د توربين طرح جوړوو چې پر بنسټ يې بيا په سيمه کې د محلي خلکو لخوا توربين جوړيږي .»

خو عثمان مصطفي زياتوي چې د خرابي امنيتي وضعې له امله دوی تر اوسه پوري نه سوای کولای چې د چينايانو په شان ټول ښارونه په نوي کېدونکو انرژيوباندي سمبال کي . د دې مقصد دپاره بايد ډېره پانگه واچول سي ، خو دا په داسي حال کې ده چې د دې خطر ډېر دی چې دغسي بټۍ به په بريدونو کې د منځه ولاړي شي .

يوتا/نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري