1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کابل کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړل

د کابل پولیسو او عیني شاهدانو ویلي دي چې د دې ښار په یوې ګڼه ګوڼه سیمه کې چاودنه شوې ده چې له کبله څلور کسان ټپیان شوي دي. د چاودنې هدف هغه موټر وو چې دولتي کارکوونکي لیږدول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې چاودنه پر هغه موټر شوې ده چې د کانونو وزارت کارکوونکي یې لیږدول. د کورنیو چارو وزارت بل ویاند نجیب دانش، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې احتمال قوي دی چې چاودنه دې د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا رامنځ ته شوي وي.

د چارواکو په خبره چاودنه د افغانستان په ځایي وخت د ماښام له پنځو بجو لږ مخکې شوې ده. چاودنه د کابل پوهنتون او د افغانستان د پارلمان پخوانۍ ودانۍ ته نزدې شوې ده.

ویل شوي دي چې د پیښې له کبله په ټپي شويو کسانو کې یوه ښځه او درې نارینه شامل دي.

د افغانستان ځایي رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په کې یو کاستر ډوله موټر ښوول کیږي چې ښايي د برید کوونکي اصلي هدف وو.

که څه هم تر اوسه پورې د دې پیښې له کبله د کوم کس د وژل کیدو خبره نه ده شوې خو ډیر وخت د دغه شان بریدونو تلفات د وخت له تیریدو سره لوړیږي.