په کابل کې د یوه ځانمرګي برید مخه ونیول شوه
۱۳۹۷ تیر ۲۵, دوشنبهویل شوي دي چې دغه ځانمرګي برید کوونکي غوښتل د کابل په یوه پارک کې د مظاهره کوونکو په منځ کې چاودنه وکړي. د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي، ویلي دي چې دغه برید کوونکی تر پیژندل کیدو وروسته پولیسو وویشت چې په پایله کې د هغه د انتحاري واسکټ یوه برخه والوته.
د ستانکزي په خبره برید کوونکي ټپي شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی. د پیښې له کبله نور تلفات نه دي رامنځ ته شوي.
مظاهرې د افغان حکومت د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، په ملاتړ ترسره کیدې چې اوس په ترکيه کې اوسیږي. پر دوستم باندې تور دی چې له خپل یوه سیاسي سیال سره یې د هغه تر برمته کولو وروسته جنسي زور زیاتی کړی دی.
دوستم له همدې کبله د ۲۰۱۷م کال له مې میاشتې راهیسې په ترکيه کې اوسیږي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې کیدای شي دوستم ژر افغانستان ته ستون شي.